د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ازادي راډيو ته رسېدلي اسناد؛ برښنا شرکت یو کور ته د ۴۸۰۰ پر ځای شااوخوا ۴ لکه بل ورکړی


د برښنا د لګښت په اړه د سمې محاسبې توضیحات
د برښنا د لګښت په اړه د سمې محاسبې توضیحات

د کابل ښار ځینې سیمې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته برښنا لري، خو یو شمېر اوسېدونکي یې څو برابره د برښنا بل پرې کوي.

دغه اوسېدونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د برښنا شرکت د بلېنګ او میتر خوانۍ له سیستم څخه شکایت لري.

دوی وايي پر ځيني عادي کورونو هر دوه میاشتنی لګښت چې شااوخوا ۲ زره افغانۍ وي، هغه د غلط بلېنګ سیستم له کبله لکونه افغانۍ ښودل کېږي.

د کابل ښار یو شمېر دغو ښاریانو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۳» ازادي راډیو ته یو شمېر داسې اسناد ورکړي چې پر یوه عادي کور د دوو دورو (څلور میاشتو) د برښنا بل چې په اصل کې ۴۸۰۰ زره افغانۍ دی، شااوخوا ۴ لکه افغانۍ راغلی دی.

که څه هم په دغه اسنادو کې معلومېږي چې د افغانستان برښنا شرکت خپله تېروتنه منلې ده، خو دغه کس چې نوم‌یې الهام دی ازادي راډيو ته وایي چې تر اوسه‌یې ستونزه نه‌ده حل شوې.

د برښنا بل
د برښنا بل

الهام زیاتوي: "تقریباً د دوو دورو «۴۱۲۸۲۲» افغانۍ بل راغلی دی، زه چې کله لاړم د برښنا شرکت ته، هغو هم راسره ومنله، خو ستونزه مې تر اوسه نه‌ده حل شوې او د انتظار په حال کې ده، زما لپاره دغه موضوع زیاته جالبه وه د دې لپاره چې د کور مصرف خو دومره نه‌وي."

همدا شان ازادي راډيو ته په استول شويو اسنادو کې د یو بل عادي کور د برښنا د مصرف بل ۲۶ زره افغانۍ راغلی، په داسې حال کې چې د دغه کور ټول مصرف په دوو میاشتو کې شااوخوا ۱۵ زره افغانۍ دی.

  • اوس پوښتنه دا ده چې د بلېنګ او میتر خوانۍ په سیستم کې داسې غلطۍ ولې رامنځته کېږي؟

په کابل کې د اوومې ناحیې د بلېنګ او میتر خوانۍ برخې مدیر حاجي امیر احمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ اوس د کابل په کچه ۳۰۰ میتر خوانان لرو، که چېرته موږ د بلېنګ سیستم هر میاشت کړو، نو موږ ته ۶۰۰ میتر خوانان پکارېږي، د دې ۶۰۰ کسانو لپاره معاش، دفتر او کمپیوټرونه پکارېږي چې د دې تنظیم زیات وخت غواړي، په دې صورت کې بیا حکومت هم مجبوره دی چې سل کیلو واټو په مقابل کې ۲.۵ افغانۍ واخلي."

ښاغلی امیر احمد د بلېنګ او میتر خوانۍ په برخه کې له کورنیو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

دې ټولو انديښنو ته په ځواب کې د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، برښنا شرکت د خلکو لپاره د بلېنګ په سیستم کې د زیاتو اسانتیاو په لټه کې دی.

ښاغلی توحیدي زیاتوي: "که کله هم کوم مشتري ادعا کوي چې پیسې زیاتې راغلي، د افغانستان د برښنا شرکت د دې مشتري لپاره فرم عدم قناعت ورکوي، هيئت ټاکل کېږی، او دغه هيئت ځي ساحې ته، ټول اړخونه د قضیې څېړي او د ستونزې د حل لپاره لارې چارې لټولي."

د برښنا بل
د برښنا بل

​په کابل کې د بلېنګ او میتر خوانۍ پر سیستم دا تازه نیوکې نه‌دي له دې وړاندې هم عامو افغانانو د افغانستان برښنا شرکت په دې برخه کې په بې‌غورۍ تورن کړی دی.

خو تازه نیوکې دا دي چې د افغانستان په برښنا شرکت کې غیر مسلکي کسان ګمارل شوي، هغه څه چې د دې شرکت مسؤلین‌یې ردوي.

XS
SM
MD
LG