د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

د سوداګرۍ خونه: د پاکستان له خوا د افغانستان په مخ د واګې بندر تړل د دواړو په زیان دی


پاکستان يو ځل بیا ویلي چې افغان سوداګر له هندوستان سره د واګې بندر له لارې نوې سوداګري نشي کولی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر مخ د واګې بندر تړل کېدل د دواړو هېوادونو په زیان بولي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاره به د وچې او تازه مېوې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ کړي.

دی وایي: دا خو يوه ډېره غېر متراقبه خبره ده، دا زموږ لپاره ډېره خطرناکه ده، موږه د واګې بندر له لارې زرګونه ټنه وچه او تازه مېوه هندوستان ته لېږله، نو له دې سره موږ ته يو ځل بیا ډېر لوی مشکل پیدا شو چې دا زموږ په اقتصاد، سوداګرۍ او صادراتو باندې زیات منفي اغېز کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د ښاغلي الکوزي په خبره، د واګې بندر ارزښت په دې کې دی چې دا لاره ډېره لنډه ده او د سوداګرو مالونه په ډېر لږ وخت کې په ارزانه بیه نورو بازارونو ته رسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال د واګې بندر له لارې هند ته ۴۸۰۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه او سبزیجات صادر کړي وو.

دی وایي، د دغه بندر له لارې هره ورځ له درېیو تر پنځو کانټینرو افغاني محصولات هند ته اوښتل.

دا په داسې حال کې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سره د کړکېچ له راپورته کېدو وروسته پاکستان ویلي چې افغانستان له هندوستان سره نور د واګې بندر له لارې سوداګري نشي کولی.

دغه خبره د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو مرکزي خونې مشر دارو خان رسنیو ته کړې او ویلي یې دي چې دغه خبره نوموړي ته د پاکستان د صدر اعظم سلاکار رزاق داود کړې ده.

د هغه په خبره، د افغانستان کومې سوداګریزې لارۍ چې اوسمهال په پاکستان کې دي، هغه هندوستان ته پرېښودل کېږي، خو له دې وروسته دغه لاره د افغان سوداګرو پر مخ تړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اپټا په نوم يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغان ټرانزیټي ګاډي د پاکستان بندرونو او د هغه هېواد ګاډي د منځنۍ اسیا په ګډون بيا د افغانستان پولو ته لاره مومي.

خو افغان سوداګر تل شکایت کوي چې پاکستانی لوری هېڅ کله هم د اپټا تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی او ډېر ځله یې د افغان سوداګرو پرمخ خپل بندرونه او لارې تړلي دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان دغه کار د کوم هدف لپاره کوي؟

د اقتصادي چارو کارپوه صمیم صاریم وايي: ستونزه دا ده چې پاکستان تل زموږ او خپل اقتصاد په سیاست باندې التهابي کوي، کله چې پر پاکستان باندې سیاسي فشار زیاتېږي، له بده مرغه دوی له دې امله چې پاکستاني بندرونه افغانستان ته نږدې دي، له دې موضوع ناوړه ګټه پورته کوي او موضوع ته له اقتصادي اړخه داخلېږي چې دغه چاره به نه لومړۍ او نه هم وروستۍ وي.

ښاغلی صاریم وايي، د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې يوه حل لاره ورته عمل دی، خو اساسي حل لاره یې دا کېدای شي چې افغانستان په نړیواله کچه د پاکستان له دا شان اقداماتو شکایت وکړي.

خو افغان حکومت بیا له دې وړاندې ویلي چې د دغې ستونزې د دایمي هواري لپاره یې هڅې پيل کړي چې د چابهار په څېر ګڼې نورې لارې ومومي.

XS
SM
MD
LG