د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

نیویارک ټایمز: د افغانستان د بحران د پای لپاره د توازن ستونزمن عمل ته اړتيا ده


واشنګټن پوسټ:

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان د سولې هڅو ته پام کړی دی.

ورځپاڼې مقاله په دې پیل کړې چې امریکا څه ډول کولی شي چې ډاډه شي چې د افغانستان د سولې پروسه بریالۍ کېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې امریکا د افغانستان د تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي ايښودو په هیله له طالبانو سره توافق لیک لاسلیکوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا اقدام یو پرمختګ بللی، خو لیکلي يې دي چې په توافق کې جدي نقص شته چې ښايي اندېښنې رامنځته کړي.

لیکوال چې د توافق مسوده یې لیدلې، لیکلي چې د سولې د پروسې په اوسني چوکاټ کې یو شمېر مهمې ستونزې شته او په عین حال کې طالب سخت دريځي د جګړې کمولو ته لږ دلیل ويني.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې د طالبانو نظامي شورا غواړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دقیقه شمېره باید مشخصه شي او دوی قدرت ته د رسېدو لپاره نور هم هیله مند شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا ټکی هم راخيستی چې د طالبانو ځیني مشران اندېښنه لري چې له امريکا سره د توافق په صورت کې به ښايي د دې ډلې یو شمېر سخت دريځي له داعش ډلې سره یو ځای شي.

د واشنګټن پوسټ په باور، افغان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د توافق په اړه اندېښنې لري، ځکه چې په کابل کې حکومت د توافق د مسودې له یو شمېر برخو سره موافق نه دی.

د سولې تر توافق وروسته طالبانو ته د اسلامي امارت په توګه خطاب به افغان حکومت ته د منلو وړ نه وي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې دی: په افغانستان کې بحران ته د پای ټکي د ايښودلو لپاره په سیمه کې د توازن ستونزمن عمل ته اړتيا ده.

مقالې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ خبرو ته په اشاره لیکلي، د دواړو لوریو لپاره ننګونه دا ده چې څه ډول له دې وضعیته ځان وباسي او هم یو داسې حل راوباسي چې افغانستان د ثبات پر لور روان شي.

مقالې لیکلي چې دا چې طالبان باید سولې ته غاړه کېږدي او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، یوه خبره ده، خو بل لور ته د سیمې هېوادونه هم اندېښنې لري.

نیویارک ټایمز هندوستان ته د زلمي خلیلزاد سفر ته په اشاره لیکلي چې خلیلزاد په داسې حال کې په قطر کې له طالبانو سره د مذاکراتو په درېيمه ورځ هندوستان ته سفر وکړ چې دې هېواد تر خپل کنټرول لاندې د کشمير امتیازي وضعیت له منځه یووړ.

له دې سره د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې چې د کشمير د سیمې د مالکیت ادعا لري.

مقالې لیکلي چې هندوستان او پاکستان دواړه په افغانستان کې مهم نفوذ لري.

په مقاله کې لیکل شوي چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې پټنځایونه لري، خو هندوستان بیا تل د افغان حکومت ملاتړ کړی دی.

مقالې د پاکستان او هندوستان تر څنګ د سیمې په هېوادونو کې د چین، روسیې او ایران ذکر هم کړی.

په مقاله کې لیکل شوي چې خلیلزاد څو ځلې له چینايي او روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه ولیدل، خو دا چې د ټرمپ اداره له ایران سره ښې اړیکې نه لري، د افغانستان په اړه د تهران دریځ ډاډمن نه دی.

همداراز د طالبانو لوري ته هم اشاره شوې چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر هم په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي، لکه ایران، روسیې، چین اندونیزيا او ازبکستان ته.

XS
SM
MD
LG