د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

يو معتاد څنګه د نورو معتادينو درملنه کوي؟


قاري اجمل
قاري اجمل

قاري اجمل سروري داسې یو معتاد دی چې له درملنې وروسته اوس له ډاکترانو سره د معتادینو په درملنه کې مرسته کوي.

اجمل سروري اوس تر پل سوخته لاندې یا نورو چټلو ځایونو کې نشه نه کوي، دی اوس په جنګلک روغتون کې له بستري شویو معتادینو سره خپلې ګټورې تجربې شریکوي.

قاري اجمل سروري لس کاله مخکې هغه مهال په نشو اخته شو چې کله یې په پلچرخي زندان کې د محکمې له خوا د پنځو کالو بند پرېکړه واورېده، په دې شېبه کې یوه بندي ملګري هیروئین په دې پلمه ورکړل چې غم یې سپک شي.

ده وویل: محکمې زما په غیاب کې حکم راباندې صادر کړ او د ابلاغ پارچه یې را کړه، زه د هغې شېبې اندېښنو او غم معتاد کړم، هغه مهال یوه بندي په سګرېټو کې هیروئین څکول، ماته راغی او ویل یې چې ولې دومره خفه یې؟ ما ورته وویل چې د ابلاغ په پاڼه کې په پنځو کالو بند باندې محکوم شوی یم، هغه بندي يو سګرېټ راکړ، یو دود مې وڅکاوه، ډېر تریخ او بې خونده و، لومړی ځل یې خوند را نه کړ.

قاري اجمل د هیروئینو يوه دود معتاد کړ، ده درې کاله په هماغه زندان کې پر بندیانو خوراکي شیان خرڅول او له دې لارې به یې په اسانۍ سره هیروئین پیدا کول.

اووه کاله کېږي چې قاري اجمل له زندانه خوشې شوی او په جنګلک روغتون کې تر درملنې وروسته د نورو معتادینو لپاره یوه غوره بېلګه ده.

سردار یو معتاد دی چې له قاري اجمل څخه یې د نشې پرېښودلو په برخه کې ډېر څه زده کړي او وايی چې تر درملنې وروسته یې د قاري اجمل په مشورو عمل و نه کړ، ځکه نو بېرته په نشو باندې اخته شو.

ده زیاته کړه: ما یو ځل مخکې هم د قاري صاحب د مشورې په غونډه کې ګډون کړی و او دوه کاله مې نشه نه کوله، قاري صاحب ماته ویلي وو چې کله دې معتاد انډیوال ولید، نو تر اوولسو ثانیو وروسته ځنې ولاړ شه، ما د ده خبره ونه منله، هغه و چې بېرته معتاد شوم او روغتون ته راغلم.

د جنګلک روغتون معالجوي مرستیال سید مهدي شاه میرزاد
د جنګلک روغتون معالجوي مرستیال سید مهدي شاه میرزاد

د جنګلک روغتون معالجوي مرستیال سید مهدي شاه میرزاد هم وايي چې د قاري اجمل تجربې له معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې ډېره مرسته کوي.

دی وایي: هر معتاد چې په روغتون کې اجمل سروري ګوري، نو د ځان لپاره یې یو ژوندی مثال ګڼي، موږ معتادینو ته ویلي دي چې د اجمل سروري له تجربو څخه ګټه واخلئ، دی پر دې سربېره چې په روغتون کې زموږ فني کار کوونکی دی، د روغتون تخنیکي کارونه هم کوي.

په افغانستان کې خلک معتادینو ته ډېر په سپکه سترګه ګوري، قاري اجمل ته هم پخوا خلکو په سپکه سترګه کتل، خو اوس چې هم يې خپله نشه پريښې او هم له نورو معتادينو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي، په کورنۍ او ټولنه کې يې خپل بايللی اعتبار بېرته ترلاسه کړی دی.

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG