د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

له ساعتونو نښتو وروسته الماس بېک اتمباییف له پولیسو سره تګ ته غاړه کېښوده


د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبايیف
د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبايیف

له دولتي ځواکونو سره تر شااوخوا څلرويشتو ساعتو خونړیو نښتو وروسته د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبايیف په پټه خوله له خپله کوره راووت او د پولیسو په موټر کې سپور شو.

د قرغزستان د ولسمشرۍ پر مهال له ۲۰۱۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې پر پخواني ولسمشر الماس بیک اتمبايیف تور دی چې له خپله موقفه یې پنځه وارې ناوړه ګټه پورته کړې وه.

په دغو کې اداري فساد، له خپله دفتره ناوړه ګټه او په غیر قانوني توګه د ځان د شتمنۍ زياتولو تورونه شامل دي.

پولیسو د چهارشنبې په شپه د اتمبايیف د نيولو هڅه وکړه، خو ونه توانېدل چې دی توقیف کړي.

دوی د بشکیک په څنډو کې د اتمبايیف پر کور چاپه ووهله، خو ده وسله وال مقاومت پیل کړ.

د قرغزستان پولیس
د قرغزستان پولیس

ولسمشر سورنبای جین بیکوف د خپل هېواد پارلمان ته د دې بحران پر مهال په خبرو کې وویل: د قانوني تحقیقاتو مخې ته د وسله وال مقاومت د خنډ په جوړولو سره الماس بیک اتمبايیف له اساسي قانونه او د قرغزستان له قوانينو سرغړونه وکړه.

ده زياته کړه چې مخکې اتمبايیف د تحقیقاتو لپاره د یوه شاهد په توګه راغوښتل شوی و، خو اوس به له ده سره د یوه مجرم په توګه چلند کېږي.

د قرغزستان پخوانۍ ولسمشرې روزه اوتونباییوا د ازادي راډیو له ټلویزیوني شبکې کرنټ ټایم سره په خبرو کې د پنجشنبې په ورځ وويل: هر څوک باید د خپلو کړنو ځواب ووایي، اتمبايیف يوازې نه دی، د ده شااوخوا نور خلک هم شته چې اوس هم له نورو سره مرسته کوي، زه باور لرم چې که د ده ګوند لاس پکې ولري، له ګونده یې باید پوښتنه وشي، که چېري دا يو څو کسان وي چې انارشۍ ته تمايل لري، دلته قوانين شته او په ټولنه کې پر دوی هم تطبيقېږي.

د قرغزستان د قانون له مخې هر کس چې د تحقیقاتو لپاره وغوښتل شي او هغه ورڅخه ډډه وکړي، په زوره توقیف او پلټل کېدای شي.

اتمبايیف درې ځلې د تحقیقاتو لپاره ورغوښتل شوی، خو ده ورڅخه ډډه کړې وه، له همدې کبله د ده پر کور د پولیسو چاپې ته لاره هواره شوه او کله چې پولیسو وغوښتل چې دی توقیف کړي، د ده د ملاتړو او پولیسو ترمنځ خونړۍ نښتې پیل شوې، دغو نښتو څو ساعته دوام وکړ او په نتيجه کې يې یو پولیس افسر ووژل شو او اتيا نور ټپيان شول.

د قرغزستان پارلمان د جون مياشتې په ۲۷مه نېټه رأیه ورکړه چې اتمبايف به له محاکمه کېدو نور مسؤن نه وي، اتمبايیف خپل ډېر وخت په خپل کور کې تېرول پیل کړل او خبرداری يې ورکړ چې دی په خپل کور کې وسلې لري.

د ده مدافع وکیل د مصؤنیت سلبول د اساسي قانون پر ضد وبلل.

دا چې پولیسو ونه کړای شول چې اتمبايیف ونيسي، د حکومت لپاره د شرم خبره وګڼل شوه او په نتيجه کې یې له هغوی بېرته سره یو ځای شول او سلګونو پولیسو د اتمبايیف پر کور بریالۍ چاپه ووهله.

اتمبايیف په مرکزي بشکيک کې د کورنیو چارو وزارت ته انتقال کړل شو.

XS
SM
MD
LG