د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د څېړنو له مخې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان بندیان دي


د افغانستان د لویې څارنوالۍ د څېړنو له مخې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان بندیان دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د هېواد د ټولو زندانونو د څېړنې په نتیجه کې یې موندلې چې نږدې ۱۷۰۰ افغان نظامیان په زندانونو کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د دغو نظامیانو له ډلې ۹۴۵ يې پولیس، ۴۵۵ یې د ملي اردو منسوبین، ۸۳ یې د ملي امنیت کارکوونکي او ۱۱۲ یې د عامه نظم، سرحدي او محلي پولیس دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

ښاغلی رسولي وايي، لویې څارنوالۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت له دې ډلې د ۱۰۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او د دوی د ازادۍ غوښتنلیک یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی دی.

ده وویل: قتل، له دندې ناوړه ګټه اخیستنه او وهل ټکول هغه جرمونه دي چې د دوی په دندو پورې تړلي دي، ټپي کېدنې، ځیني وختونه غلا او فرېبکارۍ هغه جرمونه دي چې دوی د دندې پرمهال يا له دندې وروسته او يا هم له دندې مخکې ترسره کړي دي.

ښاغلی رسولي وايي، د ولسمشر د فرمان له صادرېدو وروسته به د افغانستان لویه څارنوالي د ازادۍ مستحق کسان په نښه او د يوې شفافې پروسې وروسته به له زندانونو ازاد شي.

بل خوا له بشري حقونو د ملاتړ يو شمېر بنسټونه ټینګار لري چې د مجرمینو پر وړاندې له دوه ګوني چلند څخه باید ډډه وشي.

د بشر حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل وايي چې ټول زندانیان باید د ولسمشر په داشان فرمانونو کې شامل وي.

ده وویل: د مجرمینو پر وړاندې باید دوه ګونی چلند ونشي، که چېرې دوه ګونی چلند وي، اړوندې ادارې عدالت تر پښو لاندې کوي.

ښاغلی لعل وايي، له دې وړاندې په ځينو مواردو کې سلیقوي چلند لیدل شوی چې دا مسئله له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG