د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

په تېرو ۷ میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰ پانګه والو خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ایستلي


په هرات ولایت کې د صرافۍ د مارکېټ یو انځور
په هرات ولایت کې د صرافۍ د مارکېټ یو انځور

د روان میلادي کال په لومړیو ۷ میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰ افغان پانګه والو د نا امنیو له کبله خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ایستلي دي.

په افغانستان کې ځيني پانګه وال ورستیو نا امنیو سخت اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې یو هم افغان پانګوال حبیب الله عصمتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له خپل هېواد سره مینه لرم، خو که سر او مال مې په خطر کې شي، بیا نو مجبورېږم چې هېواد پرېږدم.

دی زیاتو:پانګه وال د هېواد ملي سرمایې دي، حکومت باید د دوی د پانګو ساتنه وکړي، که زه مجبور شم، د خپل ځان او مال لپاره به هجرت وکړم، مجبور یم چې هېواد پرېږدم، بله لاره نه لرم.

د نوموړي په وینا، افغان سوداګر په افغانستان کې خوندي نه دي او هره ورځ د خپلې سرمايې په خاطر قرباني ورکوي.

عصمتي یوازنی پانګوال نه دی چې د نا امنیو له امله له هېواده د وتلو خبره کوي، بلکې ډېری یې ورته نظر لري.

د سوداګرۍ خونه وايي، پخوا تردې شااوخوا ۲۰۰ نورو افغان سوداګرو له خپلو پانګو سره هېواد پرې ایښی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: وروستي بریدونه چې وشول، د پانګه والو اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې، اوس هم له افغانستانه پانګې د وتلو په حال کې دي، که د دغو بریدونو مخه ونه نیول شي، هره ورځ به سرمایه له افغانستانه ووځي، اوس هره میاشت په اوسط ډول ۳۰ – ۴۰ پانګه وال له افغانستانه خپله پانګه باسي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د ښاغلي الکوزي په خبره، له طالبانو سره د سولې روان مذاکرات، د جمهوري ریاست انتخابات او نامعلوم سیاسي وضعیت له دغه هېواده د سرمایو د ایستلو عمده دلایل دي.

خان جان الکوزي ونه ویل چې دغو پانګوالو له افغانستانه څومره سرمایه ایستلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک اعلان کړی چې تېر کال د افغانستان اقتصادي وده کمه وه.

په کابل کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي یوې خبرې ناستې ته ویلي وو چې افغانستان دا مهال د وچکالۍ له ستونزو سره پر مبارزې سربېره د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې له سیاسي او امنیتي ازموینو سره هم مخامخ دی او دا ټول هغه څه دي چې د پانګه والو پر روحیې یې منفي اغېزې کړي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو ستونزو هوارولو ته يې امنیتي تدابیر نیولي دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د افغان سوداګرو لپاره موږ ځانګړي پلانونه لرو، ټولو استخباراتي او کشفي اداراتو ته موږ هدایت ورکړی چې د پانګه والو امنیت خوندي کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږی چې له دې وړاندې هم افغان سودا ګرو د سړي تښتونو، وژنو او ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېر کال له هېواده شااوخوا ۱۴۰۰ سوداګرو خپله پانګه د نا امنیو له کبله نورو هېوادنو په ځانګړي ډول، ترکیې او دبۍ ته انتقال کړې ده.

XS
SM
MD
LG