د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۹

ګلاجان احمدزی د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد په کچه غوره لوبغاړی شو

ګلاجان احمدزي د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان په کچه د غوره لوبغاړي يا مسټر افغانستان لقب خپل کړ.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې ټاکنیزې او د هېواد په کچه د غوره باډي بلډر ټاکلو سیالۍ له ۲۲ ولایتونو څخه د ۳۷۱ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې وشوې.

ښاغلی پیمان وايي، دغه سیالۍ په ۹ کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ګلاجان احمدزی وتوانېد چې تر نورو لوبغاړو زیاتې نمرې واخلي او د افغانستان په کچه د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی شي.

د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو په پای کې له هرې کټګورۍ څخه درې درې لوبغاړي چې په ټوله کې ۲۷ لوبغاړي کېږي، ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG