د هلمند د پوهنې ریاست په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت لپاره کمپاین پیل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د بېلابېلو سیمو څخه د ناامنیو او کورنیو ستونزو له امله ۶۳۷۰۰۰ ماشومان ښوونځیو ته نشي تللی.
د هلمند د پوهنې د ریاست مسؤلین وايي، د دې کمپاین د لارې غواړي چې کورنۍ وهڅوي چې خپل هغه ماشومان چې عمره يې برابر دي، ښوونځیو ته واستوي.
په اړه نور تفصیل د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: