د راډیويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
د نویو جوړو شویو ملي سندرو په اړه محمد واصل وصال راپور جوړ کړی.
په هنر جاج کې سیدالله سلام د تره کي د داستاني لیک هنري جاج اخلي.
په فنکار کې استاد خدایداد سره د هغه په فن خبرې کوو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (بدګمان) واورئ.
او په وریښمین خیال کې به یوه مسافر ته د خپلې مېرمنې اختریز لیک واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب