د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د بهرنیو چارو وزارت کې له ازموینې پرته د کارکوونکو د ګمارل کېدو په اړه نوې موندنې


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې یا مېک خبري غونډه
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې یا مېک خبري غونډه

په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې یو څارونکی بنسټ وايي، ۴۴ سلنه هغه کارکوونکي چې د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۷ کاله د بهرنیو چارو وزارت سره یوځای شوي، له کانکور ازموینې پرته ګمارل شوي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه یا مېک وايي چې د ګمارنې دغه پروسه، د سیاسي مداخلو تر تأثیر لاندې ترسره کېږي او سیاسي نفوذ او مداخلو، بهر ته د دغه وزارت د کارکوونکو د لېږلو پر پروسې هم اغېز کړی دی.​

د دغې کمېټې غړي باري سلام په دې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۱۶» د یو راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته دغه‌راز وویل، د دغه وزارت اکثرو کارکوونکو ډیپلوماتیکي زده‌کړې نه‌دي کړي او په بهرنیو ژبو هم نه‌پوهېږي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې غړی باري سلام
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې غړی باري سلام

ښاغلی سلام زیاتوي: "په مجموع کې د استخدام او بهر ته د کارکوونکو لېږل له جدي ستونزو سره مخ دي او کوم قوانین او مقررات چې شته هغه په ښه توګه نه‌دي پلي شوي، یعنې د تحصیلاتو، د تحصیلاتو د څانګو، کاري تجربو، د ژبې ارزونه او همدارنګه د ډیپلوماسۍ د کورسونو لوستل او د قوانینو ډېری موارد تر پښو لاندې شوي دي."

د فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې ځیني ډیپلوماتان سره له دې چې د مأموریت موده‌یې پای ته رسېدلې، بیا هم دندو ته دوام ورکوي.

راپور زیاتوي چې سلګونه افغان ډیپلوماتان، په بهر کې د خپل مأموریت له پای ته رسېدو وروسته هېواد ته نه‌دي ستانه شوي.

د دغې کمېټې موندنې ښيي چې ډېر ژر لوړو ډیپلوماتیکو پستونو ته د کارکوونکو استول په دغه وزارت کې بله لویه ستونزه ده.

د دغه راپور پر اساس، د بهرنیو چارو وزارت ځیني نور کارکوونکي د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته هم په کار بوخت دي.

له ۲۰۰۹ میلادي کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې یوازې دوه ځلې د کانکور ازموینه اخیستل شوې چې په نتیجه کې یې ۶۸ کسان په دغه وزارت کې ګمارل شوي دي.

ښاغلی سلام وايي، د بهرنیو چارو وزارت باید هغه کارکوونکي چې د منظمې کړنلارې پرته ګمارل شوي له دندو لیرې او قضیې دې یې په شپږو میاشتو کې د دغه راپور له خپرېدو وروسته لویې څارنوالۍ ته ولېږي.

د باري سلام د معلوماتو له مخې د دغه راپور څېړنې یې د ۲۰۱۷ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې پیل او د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې يې پای ته رسولې دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت د فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې دغه راپور ردوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي وايي: "لویه هڅه شوې چې د بهرنیو مداخلو مخه ونیول شي او هغه کسان چې په بهر کې ګمارل کېږي باید وزارت ته د ژبې سند وړاندې او یو امتحان ورکړي. د بهرنیو چارو په وزارت کې ۵۰ فیصده کارکوونکو په بهر کې زده‌کړې کړې دي."

د فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت باید تر راتلونکو ۶ میاشتو، د ګمارنو او بهر ته د کارکوونکو د لېږلو په اړه د اطلاعتو د ثبتولو لپاره، د بشري منابعو د معلوماتو د مدیریت سیستم جوړ کړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې له دې هم د ولسي جرګې ځینو غړو او پخوانیو ډیپلوماتانو، د هغو ډیپلوماتانو په اړه چې په بهر کې یې دندې پای ته رسېږي او هېواد ته نه‌ستنېږي، اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG