د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د چورې ولسوالۍ خلک: طالبانو او دولت اوبه او لويې لارې په موږ بندې کړي


د ارزګان ولایت یوه سیمه
د ارزګان ولایت یوه سیمه

د چورې ولسوالۍ خلک وايي طالبانو او دولت اوبه او لويې لارې ورباندې بندې کړې دي.

د یادې ولسوالۍ خلکو ازادي راډيو ته وویل چې د یادو ویالو او لارو په تړل کېدو سره هلته زرګونه جریبه باغونه او نور زراعتي کښتونه د وچېدو په حال کې دي او دغه‌راز زیات شمېر ناروغان په ولسواليو کې او زیات شمېر مسافر په ترینکوټ ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسې بند پاتې دي.

دغه خلک له وسله‌والو طالبانو او دولت څخه غوښتنه کوي چې لارې او ویالې ورته خلاصې کړي او دوی دې د سپر په توګه نه‌کاروي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین دا پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي او وايي چې دوی تل ملکي خلک د سپر په توګه کاروي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG