د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د افغانستان په اړه د امریکا پر دریځ د مایک پامپیو ټینګار


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو

امریکا یو وار بیا د افغانستان مسئلې ته د یوې ډيپلوماتيکې حل لارې په لټولو او له دغه هېواده د ترورېستانو پر نه استفادې ټینګار وکړ.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو پرون یکشنبه په استرالیا کې و او هلته یې د افغانستان په اړه د امریکا له دریځه بیا یادونه وکړه.

ده وویل: د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ واضح کړه چې غواړي یو ډيپلوماتیکه حل لاره پيدا کړو، څو په مټ یې موږ په دغه هېواد (افغانستان) کې خپلې منابع (پوځي حضور) کم کړو او هم په یو وخت دا ډاډ حاصل شي چې افغانستان هېڅ کله بیا په یوه داسې ځای نه بدلېږي چې ترهګر ورنه پر امریکا برید ترسره کړای شي.

امریکا مخکې له دې ویلي، غواړي چې په افغانستان کې خپله اتلس کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوي او افغانان د دغه هېواد په سیاسي راتلونکي سره جوړ راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پامپيو د استرالیا په سیډني کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد دریځ داسې وخت بیا یاد کړ چې له هغه ځایه زرګونه کیلومتره (۱۲۰۰۰ کیلومتره) لېرې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د ده خاص استازی زلمی خلیلزاد او ټیم یې له طالبانو سره په اتم پړاو خبرو بوخت دي.

د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د خلیلزاد او طالبانو خبرې له شنبې پیل شوي او دا وار دواړه لوري یوه تړون ته د رسېدو هیله مندي ښيي.

دوحې ته د امریکا غږ یوه ورغلي خبریال ایوب خاورین پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له لوري د عبدالغني برادر او د امریکا له لوري د زلمي خلیلزاد په مشرۍ په دوحه کې د یکشنبې د ورځې غونډه د مازیګر په پنځو بجو پیل او تر اتو بجو یې دوام وکړ.

هغه وویل، د طالبانو او امریکایانو خبرې خورا مهمې ښکاري او دواړه لوریو ویلي چې ښايي تړون وکړي.

دی وایي: دلته د ډيپلوماتیک کلب په نوم د قطر په یوه دولتي مېلمستون کې خبرې روانې دي، موږ پوښتنه وکړه او راته ویې ویل چې د یوې اوونۍ لپاره دا ځای د خبرو لپاره نیول شوی، خو ممکن وغځېږي، عمومي فکر دا دی چې د دې اوونۍ په جریان کې دا خبرې پای ته ورسېږي او ډېر امکان یې شته چې هوکړې ته هم سره ورسېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد شنبه په خپل ټوېټر ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبانو هم ښکاره کړې چې غواړي هوکړه نهايي شي.

​د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین شنبه ټوېټ کړی و چې که تړون نهايي شي، بهرني پوځیان به وځي او له مخې به یې له افغان لوري سره خبرو ته لار خلاصه شي.

د دوحې ناستې ته یوه ورغلي خبریال او لیکوال سمېع یوسفزي بیا یکشنبه ماښام ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ لا هم ځیني مسایل نه دي هوار شوي او نه شي ویلي چې حتماً به تړون نهایي کېږي.

ده زیاته کړه: امریکایان دا وايي چې د اوربند خبره قوي کړئ، یا هغو سیمو نه چې امریکایان وځي اوربند قایم کړئ او یا د امریکايي قواو د وتلو په صورت کې جګړې ته شدت ورنه کړئ، خو طالبان اوس هم دا وايي چې د عمومي اوربند خبره به موږ هغه وخت عملي کوو چې د افغان حکومت سره د خبرو میکانیزم معلوم او یو څه پرمختګ وشي، تر څو موږ مطمین شو چې له خبرو یو څه جوړېږي، د خبرو نه وړاندې داسې خوشیبني رامنځته شوې وه چې دا وار خبرې به نهايي وي خو تر اوسه پورې سړی نه شي ویلي چې له دې خبرو به حتماً یوه نتیجه راوځي او په دغه دور کې به نهايي کېږي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحده ایالتونو مرکچي پلاوي د افغانستان د سولې او پخلاینې په تړاو له طالبانو سره له شااوخوا نهو میاشتو راهیسې څو وارې لیدلي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواده د ترورېزم نه استفاده، دایمي اوربند، بین الافغاني خبرې او د سولې تړون ټول ورته مهم دي او موافقه باید په ټولو وشي، که نه په هېڅ شي موافقه نه شي کېدای.

XS
SM
MD
LG