د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

په بلخ کې خلک د طالبانو د حضور او د حملو له زیاتوالي شکایت کوي


آرشیف، د وسله والو طالبانو یو شمېر جنګیالي
آرشیف، د وسله والو طالبانو یو شمېر جنګیالي

د بلخ ولایت اوسېدونکي په چهاربولک، چمتال، بلخ او شولګره ولسوالیو کې د طالبانو د حضور او د حملو له زیاتوالي شکایت کوي.

د بلخ او چهاربولک ولسوالۍ د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې پرتې سیمې دي او اوسېدونکي یې وايي چې له دوو اوونیو راهیسې تر بل هر وخت زیات د طالب وسله والو حملې په کې ډېرې شوي.

د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد کریم ازادي راډیو ته وویل چې طالبان سربېره پر دې چې د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي، د مزار- جوزجان پر لویه لار د نفتي توکو د لېږد ټانکړې هم دروي او تېل یې پر خلکو خرڅوي.

هغه وویل: امنیت هېڅ نشته، دولتي ځواکونه حضور نه لري، وسله وال طالبان حملې ترسره کوي، دوی د چهاربولک په زیک زیک سیمه کې د تېلو ټانکرې درولي او یوه بوشکه تېل په ۵۰۰ افغانۍ خرڅوي.

شعیب د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی وايي چې حتا د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه طالب وسله وال فعالیت لري او پر خلکو خپل رامنځته کړي قوانین او احکام پلي کوي، خو دولت تر دې دمه د یادو سیمو د امن کولو هڅه نه ده کړې او طالبان له خلکو سره زور او زیاتی ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: طالبان نه یوازې اربکي پولیس، بلکې عام خلک هم په نښه کوي، دوی ماینونه ځای پر ځای کوي او پر خلکو ظلم کوي، له هغوی باج اخلي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل سره له دې چې د مزار- جوزجان په لویه لار د ۵ امنیتي بیزونو د شتون خبرې کوي، خو وايي چې بیا هم طالبان په دغه لار د شپې له خوا وسله والې حملې ترسره کوي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې یې په بلخ، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د شاهین په نامه پوځي عملیات پیل کړي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د رضايي په خبره، د شاهین عملیات په هوايي او هم په ځمکني توګه پر مخ ځي چې تر دې دمه افغان ځواکونو ته په کې تلفات نه دي اوښتي.

ښاغلي رضايي وویل: دا عملیات په ګډه توګه د ملي اردو په مشرۍ دوام لري، کومانډو او هوايي قوه په کې پراخ حضور لري، تر دې دمه په چهاربولک او چمتال کې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور یې ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې د تېرو پارلماني ټاکنو په درشل کې هم چهاربولک او چمتال ولسوالۍ په یو وار شدیداً نا امنې شوې او اوس هم د شته نا امنیو په دلیل د دغو سیمو خلک اندېښمن دي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه بې برخې نشي.

XS
SM
MD
LG