د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۲

نوماند سید نورالله جلیلي: واک ته په رسېدو به په ټولو يو شان قانون پلی کړم

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند سید نورالله جلیلي
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند سید نورالله جلیلي

د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو په اتمه ورځ دغو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي هم د يوې غونډې په ترڅ کې خپلو پلویانو ته خپل پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل.

د ښاغلي جلیلي په مشرۍ د وطن مور په نوم ټاکنیزه ډله شپږم ټیم شو چې نن یې رسماً خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې.

سید نورالله جلیلي د يکشنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې د خپلو پلویانو په منځ کې ژمنه وکړه چې په رښتیني توګه به د خپل هېواد د ابادۍ او سرلوړۍ لپاره کار کوي او افغانستان به د پردیو له احتیاج او ګدايۍ وباسي.

ده وویل: زه غواړم افغانستان له دې حالته وباسم، افغانستان په درواغو، لافو او د خلکو په سترګو کې د خاورو په شیندلو نه جوړېږي، د رهبر يو خصلت دا دی چې باید درواغ ونه وايي، زما تاسو ته اجازه ده چې زما په يو درواغ ما سنګسار کړئ.

د وطن مور ټاکنیز ټیم مشر ټینګار وکړ چې د بریالي کېدو په صورت کې د امریکا پنځه ميلیارده مرسته بندوي او دوه تابیعته خلکو ته دلته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

سید نورالله جلیلي او د انتخاباتي ټيم مرستیالان یې
سید نورالله جلیلي او د انتخاباتي ټيم مرستیالان یې

د ده په خبره، په افغانستان کې قانون ټرافیکي نښه ګرځېدلې چې خلک یې سور، شین او زېړ رنګ ته نه ګوري او بېغمه ترې اوړي، خو دی وايي چې واک ته د رسېدو په صورت کې به په ټولو يو شان قانون پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټاکنیز ټيم په ګډون تر دې مهاله ۱۲ نورو انتخاباتي ټیمونو هېڅ کمپایني غونډه نه ده کړې.

بل خوا له انتخاباتو څخه د څار يو شمېر بنسټونه، د چارو شنونکي او عام خلک د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو د پڅوالي خبره کوي او د ولسمشریزو انتخاباتو له نوماندانو غواړي چې په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې د کمپایني غونډو له لارې خلکو ته خپلې تګلارې او برنامې وړاندې کړي.

له قانون او انتخاباتي مهالوېش سره سم د جمهوري ریاست کاندیدان شپېته ورځې وخت لري چې خپل پلانونه په غونډو، بینرونو او بېلابېلو نورو لارو خلکو ته واضح کړي.

سید نورالله جلیلي دا ژمنه هم وکړه چې د ده په حکومت کې به څو وزارتونه ښځو ته په داسې ډول ورکړل شي چې له وزیرې یې نیولې تر ساتونکي پورې به یې ټولې ښځې وي.

خو د افغانستان د ښځو د شبکې غړې روشن څړن بیا د ښاغلي جلیلي دغه ژمنه تر ډېره عملي نه بولي، هغه وايي: هر څوک چې هر څه وايي، خلک او ښځې پرې ښه پوهېږي چې څومره عملي بڼه لري، دا چې د يوه وزارت ټول کارکوونکي دې ښځې وي، دا ماته ډېر عملي نه ښکاري، نو په تشو خبرو موږ نه خپل حقونه ترلاسه کولای شو او نه هم بل چاته د هغه حق ورکولی شو.

اغلې څړن د ولسمشریزو انتخاباتو له ټولو نوماندانو غوښتنه کوي چې له داسې ژمنو دې ډډه وکړي چې عملي کېدل یې ناشوني وي.

دا وايي، د کمپاینونو پرمهال اکثره وخت نوماندان ډېرې لویې ژمنې له خلکو سره کوي، خو کله چې واک ته ورسېږي، بیا ترې هر څه هېر وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG