د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

په قطر کې د سولې اتم پړاو خبرو ته د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبیني


په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرې د دې هېواد لپاره مهمې او هیله بخښونکې بولي.

د دې شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري وایي چې په دې پړاو خبرو کې به د افغانستان د سولې په اړه مهمې پرېکړې وشي.

ښاغلي زایري نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: ښې نښې وینو، دا غونډه د اوربند او سولې په لور زېری ورکوونکې ده، مونږ د سولې په شورا کې په ټینګه باور لرو چې دا ځل خبرو کې به عملي او ملموسې پرېکړې وشي.

د قطر پلازمېنه دوحه نن د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي ترمنځ د اتم پړاو خبرو کوربه ده.

ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې ویلي چې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته د رسيدو غوښتونکی دی.

طالبانو مخکې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالويش له معلوميدو سره حاضر دي چې د افغان حکومت په ګډون له ټولو افغان سیاسي اړخونو سره خبرې وکړي، خو ټینګار یې کړی چې افغان حکومت به هم د یوه سیاسي جهت په توګه دې خبرو کې ګډون کوي.

له دې سره جوخت د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې غواړي په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۰ میلادي کال له انتخاباتو مخکې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.

په عین وخت کې د ولسی جرګې پخوانی غړی محمد داود کلکاني وایي چې په قطر کې د روانو خبرو پرېکړې به د بهرنیو ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

د ولسی جرګې پخوانی غړی محمد داود کلکاني
د ولسی جرګې پخوانی غړی محمد داود کلکاني

ده وویل: د نن ورځې غونډه هغو بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعدوي چې په ډنمارک یا اوسلو کې به ترسره شي او حکومت به هم په کې ګډون ولري، کوم پلاوی چې بین الافغاني مذاکراتو ته ټاکل شوی، غړو یې مخکې په یوه ډول په حکومت کې وظیفې ترسره کړي.

د قطر په غونډه کې به په څلورو مواردو توافق کېږي، یعنې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، اوربند، د بین الافغاني مذاکراتو په پیل او د القاعده په ګډون له ټولو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو په پرې کولو.

زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په هڅه کې نه ده، بلکې غواړي له طالبانو سره داسې یوې موافقې ته ورسېږي چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG