د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د کندهار اوسېدونکي هدفي وژنو اندېښمن کړي


د کندهار د ښار یو انځور
د کندهار د ښار یو انځور

د کندهار اوسېدونکي په وروستيو کې د هدفي وژنو زیاتوالي اندېښمن کړي او له مسؤلو چارواکو غواړي چې د مخنيوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي.

دوی وایي، هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې دولتي کارکوونکي او پولیس وژل کېږي چې له امله یې د دوی کاروبار او ژوند اغېزمن شوي دي.

له نسبي امن وروسته په کندهار ښار کې يو ځل بیا د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخستی دی.

وسله وال موټرسایکل سپاره له تېرو دوو مياشتو راهیسې په هرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تر درېیو پولیس، دولتي چارواکي او نور بېلابېل کسان ترور کوي.

د کندهار اوسېدونکي حکمت الله او قدرت الله ازادي راډیو ته وویل چې د نا امنیو دغه ډول زیاتوالي دوی ډېر اندېښمن کړي او د خلکو په منځ کې یې وېره زیاته کړې ده.

دوی وایي:

"موږ له دولته غوښتنه کوو چې د خلکو سر او مال سکون کې کړي، که چېرې دغه بریدونه دوام وکړي، کېدلی شي چې خلک سرمايي بل ځای انتقال کړي."

"په تېره اوونۍ کې په کندهار کې ډېر غلچکي بریدونه شوي، په دې کې عمده رول د ښاریانو او د دولت دواړو دی، هم موضوع دولت ته راجع کېږي او هم عام اولس ته."

د کندهار ښاريان زیاتوي چې امنيتي ځواکونه دې د امنيت لپاره يو منظم پلان جوړ کړي.

د خلکو په وینا، امنیتي ادارې بايد د هدفي او جنايي پېښو د مخنيوي او د عاملينو په پيدا کولو کې جدي عمل وکړي.

په عین وخت کې د کندهار ولایتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د وسله والو د بريدونو زیاتوالی نه ردوي، خو وایي چې په ښار کې د وسله والو د بريدونو د کموالي لپاره په ولسوالیو کې د هغوی د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره پوځي عمليات پیل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي وایي، د وسله والو د ځپلو لپاره ولایتي اداره ګڼ نور امنیتي پلانونه هم ترلاس لاندې لري.

ده وویل: زموږ ګډ امنیتي ځواکونه نه یوازې دا چې په ښار کې امنیتي پلانونه عملي کوي، بلکې په ولسوالیو کې هم زموږ پراخ عملیات روان دي، تر څو موږ وکولی شو چې د دښمن ځالې له منځه یوسو.

په تېرو پنځلسو کلونو کې په کندهار کې سلګونه پولیس، د ملي امنیت سرتېري، قومي مشران او د موسساتو کارکوونکي هدفي وژل شوي دي.

حمله کوونکي له موټرسایکلونو په استفادې هدفي وژنې کوي او په ډېره اسانۍ له سیمې تښتي.

د دغه ډول پېښو مسؤلیت تر ډېره وسله وال طالبان مني.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG