د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د امریکايي ځواکونو وتل او په افغانستان‌یې اغېزې


د افغانستان په کندهار ولایت کې امریکايي ځواکونه
د افغانستان په کندهار ولایت کې امریکايي ځواکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، ولسمشر ټرمپ غواړي چې د امریکا او د هغې د متحدانو د ځواکونو شمېر د راتلونکي کال تر نومبر پورې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات دي، کم کړي.

پامپیو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې دا خبره هم وکړه چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې رښتونی پرمختګ شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته نن وویل چې د اګسټ په لومړۍ اوونۍ کې به د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا د استخباراتي ادارې «سي ای اې» مرستيال رئیس مایکل موریل ويلي چې امریکا له افغانستانه د وتلو پر مهال د خپل نوم ساتلو په خاطر له طالبانو سره مذاکرات کوي.

ده دا هم ویلي چې طالبانو تل دا هڅه کړې ده چې ټول افغانستان ونيسي او دا هېواد د همدې ډلې تر تسلط لاندي وي.

په دې اړه ملالۍ بشير د سیاسي چارو له کارپوهانو انتظار خادم و مرزا محمد یارمند سره خبرې کړي.

په سر کې یې د دې موضوع په اړه د دوی تحلیل پوښتلی دی:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG