د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۶

د امنیتي وضعیت له امله د ځينو خلکو او نوماندانو اندېښنې


د کابل د پرونۍ پېښې یو انځور

یو شمېر خلک او د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان د هېواد له ناسم امنیتي وضعیته اندېښنه لري او وايي چې دا به د کمپاینونو بهیر کمرنګه کړی.

د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د کمپاینونو دوهمه ورځ ده، خو په کابل ښار کې د دې کمپاینونو بڼه پيکه ده.

د نا امنیو له کبله نه یوازې یو شمېر خلک بلکې د و لسمشریزو انتخاباتو لپاره ځيني نوماندان هم اندېښنه لري.

نوماند سید نورالله جلیلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: حالت د پخوا په څېر نه دی، خلک ویرېدلي دي، د هرې ورځې په تېردو سره حالت بدلېږي، په همدې دلیل کمپاینونه هم پڅ روان دي، خو موږ بیا هم خپل کمپاین ته ادامه ورکوو.

د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي

دغه اندېښنې په داسې حالې دي چې د کمپاینونو په لومړۍ ورځ د کابل ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پر شخصي دفتر ډله ییز برید وشو.

په دغه برید کې ۲۰ کسه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټيم وايي چې د هېواد په ګن شمېر ولایتونو کې یې د کمپاین دفترونه فعال دي.

د ګلبدين حکمیتار په مشرۍ د دغه ټاکنیز ټيم ویاند فضل غني حقمل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټيم به راتلونکو ټاکنو کې په پوره قوت سره ونډه واخلي، موږ پوره چمتوالی لرو او کمپاینونه مو پیل کړي او په ډېرو ولایتونو کې زموږ دفترونه فعال دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند ګلبدین حکمتیار
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند ګلبدین حکمتیار

یو شمېر کابل ښاریان بیا وايي، په تېرو دورو کې ولسمشرۍ ته نوماندانو خپل بنرونه د ښار په ګوټ ګوټ کې نښلول، د موټرو کاروانونه به یې سړکونو ته راویستل او خپل کمپاین به ېې کاوه، خو اوس یوازې د کابل ښار په څو سړکونو کې د ګوتو په شمېر د څو نوماندانو تصویرونه نښلول شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی حاجی ظاهر وايي، د تېرو ټاکنو په پرتله دا لومړی ځل دی چې داسې کمرنګه کمپاینونه ګوري.

ده وویل: کمپاینونه هېڅ نه کېږي، خلک ډارېږي او هېڅ ښار ته نشي تلی، دوی به څنګه ولایتونو ته ځي او هلته به څنګه کمپاین کوي؟ په ولایتونو او ولسوالیو کې باید د کمپاینونو لپاره امنیت ټینګ شي تر څو نوماندان په سمه توګه خپل کمپاینونه وکړي.

د کابل ښار بل اوسېدونکی صالح محمد هم ورته نظر لري او وایي: په تېرو کلنو کې به نوماندان سړکونو ته وتل او پر دېوالونو به یې خپل تصویرونه نښلول، برعکس سږ کال داسې نه ده، په تېره دوره کې امنیت ښه و، خو پرون کمپاین شروع شو او په همغه ورځ انتحاري حملې وشوې، کورنیو چارو وزارت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاینونو لپاره دوی جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

ارشیف، په کابل ښار کې افغان پولیس
ارشیف، په کابل ښار کې افغان پولیس

د دغه وزارت ویاند نصرت رحمیي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: د دغه بهیر او نوماندانو د امنیت د ټینګښت لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي، همدا اوس په ټول هېواد کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو د ترسره کولو په حال کې دي.

ښاغلی رحیمي وايي، د دې بهیر د امنیت لپاره په ټول هېواد کې ۷۲ زره امنیتي ساتونکي کمارل شوي او ټولو ته لومړۍ درجه احضارات ورکړل شوي دي.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG