د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

د امريکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس د اګست په ۱۵مه له دندې لېري کېږي


د امريکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس
د امريکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس

د امريکا د ملي استخباراتو رئیس ډان کوټس به د اګست د میاشتې په نیمایي کې له خپلې دندې لېرې شي.

ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر ليکلي چې دی به په کانګرس کې د تکزاس ایالت استازی جان راتکلیف د اسختباراتو ریاست ته نوماند کړي.

ډان کوټس امريکايي سیاستوال او پخوانی ډيپلومات دی چې د ډونالد ټرمپ په اداره کې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس وټاکل شو.

دی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی او د امریکا په سنا کې يې د انډیانا ایالت له خوا دوه ځلې د سناتور په توګه کار کړی دی.

کوټس له ولسمشر ټرمپ سره پر یو شمېر موضوعاتو مخالفت کړی، لکه شمالي کوريا، ایران او د امریکا په سیاست کې د روسیې لاسوهنه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا استخباراتي ادارو موندلې وه چې روسيې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

کوټس پخوا څارنوالانو ته ویلي چې ټرمپ له ده غوښتي وو چې د ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ تړاو دې په علني توګه رد کړي.

ټرمپ د استخباراتي ادارو پر وړاندې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره همغږی شوی، خو د امریکا ځانګړي سرپلټونکي رابرټ مولر او استخباراتي ادارو دواړو د خپلو تحقیقاتو په نتيجه کې ويلي چې مسکو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.

خو د امریکا د استخباراتي ادارې ریاست ته نوی نوماند راتکلیف جمهوري غوښتونکی او د ټرمپ وفادار دی چې ده د مولر پر تحقیقاتو انتقاد کاوه، جان راتکلیف تېره اوونۍ د کانګرس په استماعیه غونډه کې د ټرمپ دفاع کړې وه او د امريکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د راپور په لاره کې د ټرمپ له خوا د احتمالي خنډونو خبره يې ننګولې وه.

ډان کوټس به د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه له له دندې لېري کېږي.

د امریکا د قانون له مخې د اسختباراتو رئیس د ولسمشر تر ټولو لوړپوړی اسختباراتي سلاکار وي.

XS
SM
MD
LG