د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

تر ۱۶ کلنو کم عمره د فوټبال افغان لوبډله له ترکمنستان سره لوبه کوي


تیم ملی فوتبال نوجوانان ایران
تیم ملی فوتبال نوجوانان ایران

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې نن له ترکمنستان سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د فوټبال د کمکیو ځوانانو لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان پر وړاندې يو د يو مساوي کړه.

نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د تاجکستان په پامیر لوبغالي کې ترسره کېږي.

د مرکزي اسیا د ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالۍ (CAFA) د شپږو لوبډلو په ګډون تېره ورځ په تاجکستان کې پیل شوې.

XS
SM
MD
LG