د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ننګرهار د جنوبي اسیا هېوادونو ته د نشه یې موادو د قاچاق لار


ارشیف
ارشیف

ننګرهار د افغانستان دوهم ولايت دی چې په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي موادو د قاچاق ډېري پېښې پکې ثبت شوې دي.

سږکال په سرطان میاشت کې امنیتي ځواکونو د نشه يي موادو د (۱۱۴) پېښو دوسیې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استولي دي.

په دې لړ کې کابل پنځوس او ننګرهار ولایت (۱۴) پېښې درلودې چې ننګرهار د قاچاق د پېښو له مخې دوهم ولایت بلل شوی دی.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، قاچاق کوونکي نشه يي مواد لومړی ګاونډیو ولایتونو او بيا يې د جنوبي اسیا هېوادونو ته قاچاق کوي.

ښاغلی موحد وايي، هغه دوسيې چې دوی ته رسېدلي، ډېره برخه د هیروئینو، مورفینو او نشه يي ګولیو دوسيې دي.

ده وویل: ننګرهار یو سرحدي ولایت دی چې د افغانستان په ختیځ کې له ځینو هېوادونو سره ګډه پوله لري او نشه يي مواد د دې ولایت له لارې قاچاق کېږي، دوهمه خبره دا ده چې په دې ولایت کې د هیروئینو او خالصو تاریاکو د پېښو ثبت کېدل دا مانا لري چې په دې ولایت کې کوکنار کرل کېږي او نور نشه يي مواد هم شته، بل دا چې دا ولايت د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د تګ راتګ لار ده.

آرشیف، په کندز کې د نیول شویو نشه یي موادو یو انځور
آرشیف، په کندز کې د نیول شویو نشه یي موادو یو انځور

​هغه نشه يي مواد چې په افغانستان کې جوړېږي، په سلو کې څلوېښت يې د پاکستان له لارې جنوبي اسيا او اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د افغان دولت د څېړنو له مخې هغه کېمياوي مواد چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي، يوه برخه يې له پاکستانه افغانستان ته را قاچاق کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د راپور له مخې په (۱۳۹۷) شمسي کال کې د نشه يي مواد د قاچاق (۸۱۰) پېښې دې مرکز ته رسېدلي چې (۱۳۰) پېښې یې یوازې په ننګرهار ولایت پورې اړه لري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی په دې ولایت کې د داعش او نورو جنګي ډلو فعالیتونه د نشه يي موادو د قاچاق د ډېروالي اصلي لامل بولي او زیاتوي چې د نشه يي موادو ډېره ګټه همدې جنګي ډلو ته رسېږي.

ده وویل: د نشه يي موادو د قاچاق او کاروبار ډېره ګټه د دولت وسله والو مخالفینو ته رسېږي، ځکه چې قاچاق کوونکي په مستقیم ډول له دوی سره اړېکه لري او په ننګرهار ولایت کې د دې ډلو موجوديت د نشه يي موادو د قاچاق اصلي لامل دی چې زموږ امنیتي او کشفي ادارو څو ځله په دې وسله والو ډلو پورې تړلي نشه يي مواد نیولي دي.

که څه هم افغان دولت په پرله پسې ډول طالبان د نشه يي موادو په قاچاق تورنوي، خو طالبانو تر دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې په نشه يي موادو کې لاس لرل رد کړي وو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته له ټولو ولايتونو څخه د جوزا په مياشت کې سل، خو د سرطان په مياشت کې (۱۱۴) دوسيې له (۱۳۵) تورنو کسانو سره سپارل شوي دي.

له دې شمېرو څخه څرګندېږې چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو نيول ډېر شوي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG