د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

غني: که زموږ ګاونډیان د سولې په اړه نور فکرونه لري، توره مو تل تیاره ده


ارشیف، ولسمشر غني
ارشیف، ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که زموږ ګاونډیان د سولې په اړه نور فکرونه لري، نو زموږ توره هم همیشه تیاره ده.

افغان ولسمشر وايي، افغانان باعزته سوله غواړي، خو که څوک بل فکر کوي، نو توره هم تل تیاره ده.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په نورستان، لغمان، کونړ او لوګر ولایتونو کې د پرانېستل شویو شویو پروژو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې زموږ ګاونډيان باید نور دې پایلې ته رسېدلي وي، چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه ده:"اوس وخت د دې دی چې زموږ ټول ګاونډيان دې نتیجې ته ورسېږي چې يو باثباته افغانستان، يو روښانه او باعزته افغانستان د دوی په ګټه ده، که څوک بل فکر کوي، زموږ توره همیشه تیاره ده، خو موږ سوله غواړو او باعزته سوله انشاالله راتلونکې ده."

ښاغلي غني دا هم وویل چې له ګاونډيانو سره د سولې په برخه کې هر ډول هم‌غږۍ او همکارۍ ته چمتو دی.

ولسمشر په کابل او يو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، په‌داسې حال کې چې سوله راتلونکې ده، وسله‌وال مخالفین ولې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي؟

د ولسمشر محمد اشرف غني په خبره، که اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې د انتخاباتو د پایلو له جنجالي کېدو وروسته سوله نه وای کړای، نو دا هېواد به په وینو بدل شوی نه وای؟

نوموړي د ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه او له وسله‌والو طالبانو سره په تېر کوچني اختر کې شوی اوربند د سولې د روان بهیر په لړ کې لوی پرمختګونه ياد کړل.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي چې دوی به نور د افغانستان په چارو کې مداخله ونه‌‌کړي، یوازې د سولې د پروسې لپاره به اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

نوموړي چې پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق د ترلاسه کولو هڅو خپله پاکستان ته زیان اړولی او اوس پاکستان په افغانستان کې د نه‌ لاسوهنې پالېسي خپله کړې.

افغان ولسمشر په نننۍ غونډه کې دا هم وویل چې افغانستان نور شاته نه ځي چې بیا دې افغان مېرمنې په کیبل او لښتو ووهل شي:"هیله ده، دا تاسو ته معلومه شوي وي چې نور تاسو ته په‌خپل دود او دستور او اسلامي ام ملي عقایدو باندې دروازه خلاصه شوي وي، بیا ستاسو په مخکې څوک دروازې و نه تړي او نه به هم په دوی څوک د کیبل وار وکړي."

خو د افغانستان د سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني نننیو څرګندونو ته د سیاسي چارو يو شمېر افغان کارپوهانو له ډلې یې د ودیر صافي غبرګون څه دی؟

دی وايي: "دې کې شک نشته، کله چې دوی واک ته ورسېدل لومړیتوب یې سولې ته ورکړ او پاکستان ته یې لومړنی سفر هم په همدې هدف و، خو وینو چې دغو هڅو کومه نتیجه ور نه‌کړه او اوس حالت دې ته رسېدلی چې مخالفین کولای شي چې په یو وخت کې کابل کې څلور چاودنې وکړي."

ښاغلی صافی د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا، پاکستان او نړیوالې ټولنې وروستیو هڅو ته په اشارې سره وايي چې ښايي طالبان د دغو هڅو په نتیجه کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG