د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

۱۸ولایتونو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شرکتونو نه فعالیت او د خلکو اندېښنې


د موبایل انتنونه
د موبایل انتنونه

د ناامنیو د زیاتېدو او د طالبانو د پرله‌پسې ګواښونو له امله، مخابراتي خصوصي شرکتونه د شپې له‌خوا خپل فعالیتونه ودروي.

د دغو ګواښونو له امله د هېواد د شمال اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د هېواد د شمالي ولایتونو د یو شمېر اوسیدونکو په خبره د دوی په سیمو کې ټولې مخابراتي شبکې، د مازیګر له ۶ بجو نه د سهار تر ۶ پورې فعالیت نه لري.

د کندز ولایت د خان‌اباد اوسېدونکی ۲۴ کلن فرهاد وايي، له څه مودې راهیسې د هوا له تیاره کېدو سره له ټیلیفون نه استفاده نه‌شي کولی:" مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا د سهار تر ۶ بجو پورې فعالیت نه‌لري، دا یوه جدي ستونزه ده. ځکه کندز ناامنه دی او اکثره وخت چې په‌کې جنګ پېښیږي، ځیني کورنۍ د خپلو غړیو له احواله نه خبریږي."

پر کندز سربیره، د تخار، بغلان، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو اوسیدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

په‌دې وروستیو ورځو کې په بلخ ولایت کې د طالبانو د ګواښونو له امله، خصوصي شرکتونو خپل فعالیتونه بند کړي چې د دغه ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو په‌دغه ولایت کې ورځې له‌خوا هم د یادو شبکو فعالیتونه ودرول چې دغه کار د بلخ ولایت اوسېدونکو ته ډېرې ستونزې پېښې کړي دي.

د دغې ستونزې لمن د هېواد جنوب ته هم غځېدلې ده.

د ارزګان ولایت ځیني اوسیدونکي وايي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې ۲۴ ساعته غیر فعالې دي او یوازې دولتي مخابراتي شرکت «سلام» په‌کې فعالیت لري.

ددې ولایت اوسیدونکی نعمت الله پردیس یې په اړه وايي: "څو کاله کېږي چې مخابراتي شبکې دریدلي دي. په ۲۴ ساعتونو کې کارنه کوي."

په مجموع کې د هېواد اکثره زونونه د مخابراتي خدمتونو له ورته ستونزو سره مخ دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې په ځینو وختونو کې د طالبانو د ګواښونو له امله د هېواد په ۱۸ ولایتونو د شپې له‌خوا مخابراتي شبکې له فعالیته لویږي.

د دغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي په‌دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل: "هیله‌مند یو دوی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د دښمن ګواښونو ته اعتنا ونه‌کړي، طالبان دوی ګواښي او که انټنونه غلي نه‌کړي، اور ور اچوي. فکر کوم د دغو مسایلو اصلي دلیل ناامني او یا ښايي باج اخېستنه وي."

په‌دې لړ کې یوازینۍ دولت شرکت سلام مجبور دی، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د افغان ټیلي‌کام د شرکت رئیس اجمل عیان چې د سلام مخابراتي شرکت یې د فعالیتونو یوه برخه ده وايي، سره له دې چې د وسله‌والو مخالفینو له جدي ګواښونو سره مخ دي خو خپل فعالیتونه یې نه دي ودرولي: "موږ د یوه دولتي شرکت په توګه خپل فعالیتونه نه ودروو، د دې په مقابل کې د مخالفینو له‌خوا زموږ ډېر سایټونه سوځېدلي دي، دوی بله غوښتنه نه‌لري. یوازې همدا وايي، فعالیتونه بند کړئ یا یې سوځوو."

د افغان ټیلي‌کام د رئيس په خبره له ۲۰۱۳میلادي کال راهیسې د دوی ۱۵۰ انټونونه د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا سوځول شوي چې له دې جملې نه په تېرو نهو میاشتو کې ۶۹ انټنونه سوځول شوي دي. د ده په خبره د هر انټن ارزښت شاوخوا یو لک ډالره کیږي.

د مخابراتي خصوصي شرکتونو مسؤلین د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو د نه فعالیدو په اړه څه نه وایي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د مخابراتي شرکتونو د تأسیساتو خوندیتوب ته جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې لامل د شپې له‌خوا د دوی د غړیو تعقیبېدل دي.

XS
SM
MD
LG