د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د ځانګړي پلټونکي رابرټ مولر څېړنو کې ډونالډ ټرمپ بې ګناه نه‌دی ګڼل شوی


ځانګړی پلټونکی رابرټ مولر
ځانګړی پلټونکی رابرټ مولر

رابرټ مولر د امريکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د احتمالي لاس‌وهنې په اړه تحقیقات کول. تر تحقیقاتو بشپړېدو وروسته ده د خپل هېواد د کانګرس په استماعیه غونډه کې ګډون وکړ.

رابرټ مولر په کانګرس کې د استازو جرګې قضایه کمېټې ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په دوګه د خپلې دورې پای ته رسولو وروسته د تحقیقاتو مخې ته په خنډ جوړولو تورن کېدای شي.

ده زياته کړه چې ټرمپ په‌دغو تحقیقاتو کې بې ګناه نه‌دی ګڼل شوی: "زموږ تحقیقاتو وموندله چې د روسیې حکومت زموږ په انتخاباتو کې په سیسټماټیکه توګه لاس‌وهنه کړې. تحقیقات دې نتيجې ته نه‌دي رسېدلي چې د ډونالډ ټرمپ د کمپاين غړیو له روسي حکومت سره په انتخاباتو کې د لاس‌وهنې لپاره دسيسه جوړه کړې وه."

مولر زياته کړه چې د تحقیقاتو له مخې يې کافي شواهد نشته چې وښيې د ټرمپ د کمپاین غړيو دې په مجرمانه دسیسه کې لاس درلودلی وي.

کانګرس ته د رابرټ مولر خبرې په‌داسې حال کې دي چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰میلادي کال کې د دوهمې دورې لپاره په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون لپاره کمپاین ته چمتوالی نيسي، خو کله چې د کانګرس یوه ډموکراټ غړي له مولر څخه پوښتنه وکړه چې:

  • ایا د تحقیقاتو د نتيجې له مخې ټرمپ په بشپړه توګه د جرم له توره بري شوی دی؟

مولر وویل، ولسمشر نه‌دی بري شوی.

دا د ټرمپ پرهغو ادعاوو سربېره چې په تکراري توګه يې ويلي، د مولر تحقیقاتو د ده په اړه هېڅ داسې څه نه‌دي موندلي چې دی دې مقصر وګڼل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د کانګرس د یوه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ دوره بشپړه کړي، د اوسنيو تحقیقاتو مخې ته د خنډ اچولو په تور په رسمي توګه تورن کېدای شي؟ مولر وویل چې هو.

د چهارشنبې په ورځ د مولراستماعیه غونډه په‌داسې حال کې جوړه شوه چې ده له دوو کلونو راهيسې د امريکا د استخباراتي ادارو د هغو نتایجو په ملاتړ تحقیقات کول چې ګواکې روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده چې په پایله کې يې ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو.

ټرمپ او د ده ګڼو ملاتړیو د مولر پرتحقیقاتو سخت انتقادونه کړي او دا یې د ولسمشر د اهمیت کمولو په مانا بللي.

ډونالډ ټرمپ تردې غونډه یوه ورځ مخکې د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وویل چې دی به د مولرخبرې واوري.

د مولر د تحقیقاتو پر بنسټ خپور شوی راپور ۴۴۸ پاڼې دی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG