د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

انتخاباتي مبارزې او د ناامنۍ اندېښنې


د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوماندان
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوماندان

د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر انتخاباتي ټيمونه وايي د ناامنۍ له امله به ونه‌توانېږي چې خپلې انتخاباتي مبارزې په سمه توګه ترسره کړي.

دوی وايي د امنیت د ټینګښت په برخه کې چې ورسره حکومت کومې ژمنې کړې وې، یوه‌يې هم عملي نه‌کړه.

د ولسمشرۍ انتخاباتو یو له نوماندانو شهاب حکیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۰۱» ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د ناامنۍ له امله به خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شي، نوماندان به ونه‌شي کولای چې ټولو سیمو ته سفرونه وکړي او په ټولو ځایونو کې خپل کمپایني دفترونه خلاص کړي، دا یوه جدي ستونزه ده، خلک هم فکر نه‌کوم چې په کمپایني غونډو کې برخه واخلي، ځکه د ناامنۍ وېره موجوده ده."

د افغانستان د ولسمشریزو نوماندانو شورا غړي
د افغانستان د ولسمشریزو نوماندانو شورا غړي

دغه‌راز د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټیم ویاند فضل غني حقمل هم ورته اندېښنه څرګندوي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید د ټولو کمپایني غونډو او نوماندانو امنیت خوندي کړي.

ښاغلی حقمل زیاتوي: "هغسې چې باید نوماندان د افغانستان ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته لاړ شي او کمپاین ترسره کړي، دغه ډول کمپاینونه په اوس وخت کې فکر کوم ناممکن دي، ځکه طالبان ادعا کوي چې د افغانستان له نیمې ډېره خاوره د دوی په کنټرول کې ده، نو په دې صورت کې نوماندان نه‌شي کولای کلي په کلي کور په کور کمپاین وکړي."

د ولسمشریزو انتخاباتو یو نوماند ګلبدین حکمتیار او د هغه مرستیالان په انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې د نوم لیکنې پر مهال
د ولسمشریزو انتخاباتو یو نوماند ګلبدین حکمتیار او د هغه مرستیالان په انتخاباتو خپلواک کمېسیون کې د نوم لیکنې پر مهال

نوماندان او انتخاباتي ټيمونه وايي د انتخاباتي مبارزو لپاره‌يې ځانګړې تګلارې جوړې کړي او د خپلو تګلارو له مخې به هڅه وکړي خپلې راتلونکې برنامې ولس ته ورسوي.

ټاکل شوې د روانې اسد میاشتې په شپږمه نېټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه انتخاباتي مبارزې به د میزان د میاشتې په ۴مه د رأی اچونې له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې ودرول شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات هم د انتخاباتي مبارزو په وړاندې ناامني لویه ستونزه ګڼي، خو وايي کمېسیون امنیتي بنسټونو ته مکتوبونه استولي چې د نوماندانو امنیت خوندي کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د یوه ځانګړي امنیتي پلان له مخې به د ټولو نوماندانو د کمپایني غونډو او منډو ترړو امنیت وساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "کله چې کمپاینونه پیلېږي، نو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې به د دوی او د دوی د کمپایني غونډو امنیت ټینګېږي، په ټولو ځایونو کې به د نوماندانو د امنیت د تینګښت لپاره اضافي امنیتي سرتېري په دندو ګومارل کېږي."

ښاغلی رحیمي وايي اوس هم کورنیو چارو وزارت ټولو نوماندانو ته ځانګړي امنیتي سرتېري ورکړي چې د دوی امنیت خوندي کړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ انتخابات د روان کال د میزان په ۶مه نېټه ترسره شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځانونه نوماندان کړي دي.

XS
SM
MD
LG