د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د مالیې وزارت: له نړیوالې ټولنې سره په کړو ژمنو کې مو تر ډېره ښه پرمختګونه لرلي


د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر وايي، هغه ژمنې چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړي، په زیاترو برخو کې یې ښه پرمختګونه لرلي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، کومې ژمنې چې اته میاشتې وړاندې د افغانستان حکومت د جینوا په ناسته کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې، تر پنځوس سلنې زیاتې یې عملي کړي دي.

د دغه وزارت سرپرست همایون قیومي د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي تدامیچي ياماماتو سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې افغان حکومت تر ډېره توانېدلی چې د جنیوا په کنفرانس کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي: لومړۍ خبره همدا وه چې موږ ته چې کوم دوه کلن پروګرام راکول شوی، موږ په تېرو اتو میاشتو کې څومره پرمختګ کړی دی، د خوښۍ ځای دی چې په زیاترو برخو کې موږ تر پنځوس سلنې زیات شاخصونه عملي کړي، چې موږ ته ټاکل شوي وو.

ښاغلي قیومي وویل، یو له هغو شاخصونو چې افغانستان په کې ښه پرمختګ لرلای دی، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ګډون کچه ده، چې څه باندې ۲۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

خو د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر په خبره، د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو ټینګار تر ډېره د اداري فساد د مبارزې پر څرنګوالي او چټکتیا دی چې دغه موضوع د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د جینوا کنفرانس شااوخوا اته میاشتې وړاندې په سویس کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ۳۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو د استازو په ګډون جوړ شوی و چې د افغانستان په استازیتوب په کې ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سره د نړیوالو مرستو، سیمه ییزې پراختیا، خصوصي سکټور، د پوهنې پر کیفیت، د اداري فساد او مخدره موادو پر وړاندې د مبازې پر څرنګوالي او په حکومتولۍ کې د ښځو پر ګډون خبرې وشوې.

بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي ياماماتو يادې خبري ناستې ته وویل چې د نړیوالې ټولنې له خوا کېدونکې مرستې باید په داسې ډول ولګول شي چې د خلکو پر ژوند د پام وړ اغېز ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي ياماماتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي ياماماتو

​ده وویل: مهمه مسئله دا ده چې موږ خپل پرمختګونه په حال او ماضي کې وارزوو او په راتلونکې کې چې کومې ننګونې زموږ مخته ته پرتې دي، هغه ته د حل لارې ولټوو، په دې برخه کې تر ټولو مهمه موضوع د اداري فساد سره مبارزه، شفافیت او حساب ورکونه ده.

ښاغلي یاماموتو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکې وبللې او د داسې انتخاباتو غوښتنه یې وکړه، چې ټولو خلکو ته د منلو وي.

XS
SM
MD
LG