د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د ملي یووالي حکومت ولې په شااوخوا ۵ کلونو کې کابینه له سرپرستانو خلاصه نه کړه؟


د افغانستان د ملي یووالي حکومت رهبران ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي یووالي حکومت رهبران ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ملي یووالي د حکومت له خوا د کابینې نه بشپړېدو، په حکومتې ادارو کې د سرپرستۍ د فرهنګ پای ته رسولو ته د حکومت پر ارادې د خلکو باور کم شوی دی.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کابو دوه میاشتې پاتې دي، خو لیدل کېږي چې د حکومت کابینه اوس هم نیمګړې ده.

دا چې د ملي یووالي حکومت په څه باندې پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی چې کابینه د سرپرستو وزیرانو له ولکې وباسي، د نفوذ د پراختیا او په انتخاباتي مبارزو کې ترې د ګټې اخیستنې لپاره یوه بهانه ګڼل شوې ده.

اوس د ولسمشر غني رقیبان دغې موضوع ته په جدي توګه ګوري.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دا کار دوه اړخونه لري، یو دا چې په حکومت کې دننه اجماع او اعتماد نه شته او بل دا چې سیاسي ملحوظات شته، حکومت غواړي چې په دې توګه خپل نفوذي کار ته دوام ورکړي او انتخاباتي کمپاینونو او هدفي فعالیتونو ته زمینه برابره کړي.

د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر حنیف اتمر
د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټیم مشر حنیف اتمر

د ملي یووالي د حکومت د یوې کاري دورې له تېرېدو سره اوس هم لږترلږه پنځلس وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، حال دا چې د قانون له مخې، هر وزارت تر ډېره حده تر دوو میاشتو پورې د سرپرست له خوا اداره کېږي.

بل اړخ ته له وخته مخکې انتخاباتي مبارزې او د ولسمشر له خوا د بې شمېره سلاکارانو ګمارل دي.

د ګلبدین حکمتیار د ټیم غړي د سلاکارانو ګمارل په انتخاباتو کې مداخلو ته زمینه برابرول دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي سولې او عدالت د ټیم د خپرونو مسؤل فضل غني حقمل وايي: په خواشینۍ سره حکومت په تېرو پنځو کلونو کې ونه توانېد چې خپله کابینه بشپړه کړي او دا د حکومت کمزوري ده، همداشان په دې وروستیو کې وینو چې یو شمېر افراد او اشخاص د ولسمشر د سلاکارانو په توګه ګمارل کېږي چې دا زموږ د اندېښنې وړ ده، حکومت غواړي چې د انتخاباتو په پروسه کې مداخله وکړي او ناوړه ګټه ترې واخلي.

په ورته وخت کې ولسمشریزو انتخاباتو ته بل کاندید شهاب حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: دوی د دې لپاره بېلابېل کسان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تطمع کړي، بلنه ورکوي، خوشحالوي یې او ورته وايي چې تاسې مستقیماً د جمهور رئيس مشاور یاست چې دوی بیا د رأیې ورکونې په وخت کې د هغه په ګټه صندقونه ډک کړي.

که څه هم تراوسه د ولسمشر د سلاکارانو کره شمېره نه ده روښانه، خو د ځینو منابعو د معلوماتو له مخې، ولسمشر نږدې ۵۰۰ سلاکاران لري چې لګښتونه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سرپرستو وزیرانو د کار د دوام په اړه وايي: موږ پارلمان ته د نویو وکیل صاحبانو په راتګ کې یوه تشه درلوده، په خواشینۍ سره دغه مسئله وځنډېده او سرپرستۍ دوام وکړ، موږ هیله مند یوو چې ډېر ژر له ملي شورا سره کار وکړو او دې ته زمینه برابره شي چې کاندیدان ورشي او د باور رأیې واخلي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي وايي، په حکومت کې چې ځیني ګمارنې شوي، د اړتیا له مخې دي او دغه ګمارنې هېڅ کله هم د انتخاباتي کمپاینونو د پرمخ بیولو په معنی نه دي.

دغه انتقادونه وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولسمشریرو انتخاباتو تر پای پورې د ګمارنو د پروسې د ودرولو خبر ورکوي.

خو دغه کار هم د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو له خوا بې ځوابه نه دی پاتې شوی او ځیني یې وايي، حکومت وروسته له هغې د ګمارنو ودرولو ته اقدام ورکړ چې ډېرې څیرې یې په کلیدي ځایونو کې ځای پرځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG