د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۶

مدني ټولنې: له افغانستان سره د امریکا د ۱۲۰ میلیاردو ډالرو مرستې ډېره برخه هدر تللې


د افغانستان او امریکا بیرغونه

امریکا له افغانستان سره له ۲۰۰۱ کال نه راپه دې خوا ۱۲۰ میلیارده ډالر مرسته کړې چې د دې پیسو ډېره برخه هدر تللې.

په کابل کې د حکومت له لوري د څارنې او همغږۍ بورډ د ۲۲ مې ګډې ناستې له پیل سره سم د مدني ټولنو ګډې کاري ډلې هم د حکومت له لوري ملت او نړیوالو ته د حساب ورکونې پر پروسې خپله ارزونه له رسنیو سره شریکه کړه.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان یوه غړي ناصر تيموري د یادې ارزونې د شریکولو پرمهال وویل چې له افغانستان سره د نړېوالو له خوا زیاتې مرستې وشوې، خو په موثر او ګټور ډول نه دي لګول شوي.

ده وویل: د امریکا له لوري له افغانستان سره شااوخوا ۱۲۰ میلیارده ډالر مرسته شوې چې د دې مرستې ډېره برخه هدر تللې او هغه هم په دې دلیل چې حکومت سره د دې پیسو د مصرف په برخه کې مشوره نه ده شوې او بل مهم اړخ یې دغه پیسې د هغو کسانو لاسته ورغلي چې په فساد ککړ دي.

د دغې ارزونې پر بنسټ، حکومت ملت ته د حساب ورکونې پر ځای نړېوالو ته لومړیتوب ورکړی چې دغې کړنې د حکومت او ملت ترمنځ واټن زیات کړی دی.

په دغه ارزونه کې دا هم ویل شوي چې په تېر یو کال کې دوه ملي پروسې لکه سوله او ټاکنې چې د خلکو د استازو ونډه باید په کې زیاته وای، نه وه او د حکومتي چارواکو په خوښه مهندسي شوې وې.

په کابل کې د حکومت له لوري د څارنې او همغږۍ بورډ په ۲۲ مې ګډې ناسته کې چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې وشوه، د افغان ولسمشر په شمول لوړ پوړو حکومتي چارواکو، په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یو شمېر بهرنیو سفاراتونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغې ناستې ته د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: د حساب ورکونې یوه ښه بېلګه ښه انتخابات دي چې په نېږدې راتلونکې کې به ترسره شي، موږ ملت ته د حساب ورکونې په برخه کې ژمن یوو او د دې اطمنان ورکوو.

افغان حکومت په داسې حال کې نړېوالو ته د دوی له لوري د شویو مرستو په اړه حساب ورکوي چې د مدني ټولنې د کډې کاري ډلې د ارزونې پر بنسټ فساد او بېوزلي په دغه هېواد کې زیات شوي او د پراختیايي پروژو چارې هم په ټپه درېدلي دي.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG