د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي


د توکیو نړیوالو سیالیو لپاره په کابل کې د جودو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي.

د جودو فدراسیون رئیس ذکریا اسدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د يوې ورځې لپاره د جودو د لسګونو لوبغاړو په ګډون په مختلفو وزني کټګوریو کې ترسره کېږي.

د جودو فدراسیون د کابل او ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د ۶۰.۶۶، ۸۱ او ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې ټاکنیزې سیالۍ ترسره کوي چې د هر وزن اتل لوبغاړی به ملي لوبډلې ته غوره کېږي.

د ښاغلي اسدي د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل او ولایتونو څخه ۱۲ لوبډلې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG