د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۹

د ووشو افغان لوبغاړو د ایران ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

په ایران کې مېشت د ووشو افغان لوبغاړو د ایران په ولایتي سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته نن وویل چې دغه سیالۍ د ایران په اصفهان ښار کې د ۳۷۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

ښاغلی پیمان وايي، سید امین حسیني د فورم په برخه کې د سرو زرو مډال، رحمان فیضي د ساندا په برخه کې د سپينو زرو مډال او بسم الله عرب زاده، علي سینا، سجاد خلیلي او محمد کریمي بیا د برونزو مډالونه وګټل.

د بدني روزنې ریاست د ویاند د معلوماتو له مخې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړو له بېلابېلو سیالیو تر دې مهاله د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو ۱۲۷ مډالونه ګټلي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG