د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۸

چارواکي: د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ طالبانو نيولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت کران او منجان ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي ازادي راډیو ته وويل، د طالبانو د حملو په نتيجه کې دولتي ځواکونو، امنیه قوماندانۍ او د کران او منجان ولسوالۍ پرېښودې او یوې تپې ته وختل.

د ښاغلي محمدي په وینا، طالبان تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د ولسوالۍ او قوماندانۍ ودانيو ته ننوځي او په‌دغه ځای کې سخته نښته روانه ده.

د بدخشان د امنیه قوماندان همداراز وویل، نښتې له پرون راهیسې دوام لري او طالبانو ته تلفات اوښتي دي، خو د لارې د اوږدوالي او ټیلیفوني اړیکو د قطع کېدو له کبله‌یې په اړه دقیق معلومات نه‌دي مشخص شوي.

په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي جاوېد مجددي ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د یوه کلي په استثنا د کران او منجان ولسوالۍ سیمې نيولې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

کران او منجان ولسوالۍ د بدخشان له هغو لیرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې نورستان، پنجشیر، تخار ولایتونو او پاکستان سره پوله لري.

تر دې څلور کاله مخکې وسله‌وال طالبان توانېدلي و چې د کران او منجان ولسوالۍ ونيسي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG