د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کمانډو ځواکونو د ډلهییزې وژنې په اړه هر اړخېزې څېړنې کوي.
افغان تازه تأسیس شوی او نوی په پښو ولاړ، ځواک چې د ځینو په باور د ښوونې روزنې، تجهیز او تجربې له مخې په سیمه کې ساری نهلري.
د چارو د کارپوهانو په باور د کمزوري مدیریت او د دقیق استخباراتي معلوماتو د نه درلودلو له امله ځینې وخت دغه ځواک د دښمن په دام کې نښلي چې مرګ وژبله هم ورته اوړي.
د دغو پېښو وروستۍ هغه د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې کمانډو ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پېښې په اړه هر اړخېزه او دقیقه څېړنه روانه ده: "له شک پرته هر هغه حمله کې په هغه کې ملکیانو او نظامیانو ته تلفات اوړي څېړل کېږي، د ابکمري حمله هم جدي څېړل کېږي، ستونزې او تشې پیدا کوو، څو معلومه کړو چې ولې دغه پېښه رامنځته شوې، څو په راتلونکي کې د دا ډول حملو مخنیوی وشي."
یو شمېر افغان کماندو ځواکونه د تېرې دوشنبې په شپه د بادغیس ابکمري نارامۍ ولسوالۍ ته د دښمن د ځپلو په هدف ولېږل شول چې د چارواکو په وینا ۳۵ تنه دغه ځواکونه پهکې وژل شول.
دا لومړی ځل نهدی چې افغان کمانډو ځواکونو ته په جګړه کې مرګ ژوبله اوړي، بلکې له دې وړاندې هم په غزني ولایت کې افغان کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
اوس پوښتنه دا ده چې یو کمانډو سرتیری څنګه او په کومو معیارونو انتخابېږي؟
یو سرتېری په اردو کې له درې کلن ماموریت وروسته چې له کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې پاک وي، فزیکي وړتیا وې یې لوړې ښه روغتیا ولري او په مخدره موادو هم روږدی نهوي، کمانډو ته جذبیږي چې له زیات لګښت او ښه تجهیز وروسته بیا دنده پیلوي.
که څه هم اوس مهال د جګړې دروند بار د افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو په اوږو دی، خو د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان سپارښتنه کوي چې دغه ځواکونه باید په هرځای کې استعمال نهشي.
د دغو کارپوهانو له ډلې دولت وزیري وايي چې افغان کماندو ځواکونه باید له دقیقو کشفي او استخباراتي معلوماتو وروسته د جګړې ډګر ته ولیږل شي.
دی وايي: "د کمانډو ځواکونه باید هرځای کې استعمال نهشي، له ډېر دقیق کشفي او استخباراتي راپور پر اساس چې د دښمن ځای شمېر او څرنګوالی معلوم وي، بیا وروسته دغه ځواکونه باید حمله وکړي، باید د ځمکې او هوا له لارې یې په بشپړ او دوامداره توګه یې ملاتړ وشي."
که څه هم د پوځي اسرارو د افشا له ویرې دفاع وزارت د کمانډو ځواکونو د شمېر په اړه معلومات نه ورکوي، خو د امهال دغه ځواکونه د یو قول اردو په کچه د دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت لري.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر نور افغان کارپوهان له دې دلې عتیق الله امرخيل په ډلهییز توګه د افغان کمانډو ځواکونو د وژل کېدو لامل د قوماندۍ په کچه د مدیریت کمزورتیا او نه همغږي په ګوته کوي.