د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۳

د ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین په ۳۰–۳۰ کاله بند محکوم شول


په کابل کې د شپږ کلنې وژل شوې ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین نن د یکشنبې په ورځ د استېناف محکمې له‌خوا په ۳۰-۳۰ کاله بند محکوم شول.

سجاد اغا او روح‌الله د ابتدائیه محکمې له‌خوا هم په ۳۰-۳۰ کاله بند محکوم شوي وو.

په یادو دوو کسانو دا تور دی چې افغان ماشومه مهسا یې د تېر لمریز کال د حوت په ۱۹مه نېټه په کابل تښتولې او د موظف څارنوال په وینا، له تښتولو یوه ورځ وروسته‌یې د دستمال په وسیله وژلې او جسد يې په یوه ویاله کې اچولی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي بیا نن د استېناف محکمې له‌خوا برائت ترلاسه کړ.

نوموړی د خپل وزارت پر مهال په اداري فساد تورن ګڼل شوی و.

د یادونې ده چې د ماشومې مهسا وژونکو ته د استېناف محکمې له‌خوا د فرجام غوښتنې حق ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG