د غزني په ملکي روغتون کې ځیني ناروغان او له هغوی سره راغلي پایوازان د ملکي او نظامي ناروغانو د درملنې د بېلوالي غوښتنه کوي.
دوی وايي، د جګړو له امله ډېری وخت امنیتي کسان ټپیانېږي چې وروسته یې درملنه په دغه ملکي شفاخاه کې کېږي.
تاج محمد او نور احمد چې شفاخانې ته یې ناروغان راوړي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې د امنیتي سرتېرو ټپیان دغه شفاخانې ته راوړل شي، نو بیا د ملکي ناروغانو پر وړاندې ټول روغتیايي خدمتونه درول کېږي، موږ غوښتنه لرو چې دا دې سره بېلې شي."
د غزني ملکي شفاخانه چې د غزني د ټولو ولسوالیو تر څنګ د میدان دردګو، ارزګان، پکتیکا او زابل د ناروغانو سره سره د جګړې د نظامي ټپیانو تداوي هم پهکې کېږي، نو ځینې مدني فغالان هم د دغه شفاخانې د بېلوالې غوښتنه کوي.
حسن جلالز وايي:"که سره جلا شي دا به ډېره ښه وي، دواړه کټګوریانو ته به پر وخت او ښه خدمات وړاندې کېږي، ګټه به یې دا وي چې نظامي ډاکټران به د نظامیانو او ملکي ډاکټران به د ملکي خلکو درملنه په ښه توګه وکړي."
انور اندړ هم بیا وایي:"که دغه شفاخانې جلا شي هم به د ملکیانو او هم به د نظامیانو له پاره اسانتیاوې رامنځته شي، کله کله په شفاخانه کې د ملکي ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته وي، خو پهدغه وخت کې چې بیا د جګړې له ډګره نظامیان راوړل شي نو بیا د ملکي خلکو په هېڅ درملنه نه کېږي او ټول پام د نظامیانو لور ته اوړي چې له دې سره د ملکیانو په مشکلاتو کې زیاتوالی راځي."
دا چې پر دغه شفاخانه باندې تر ټاکلي حده زیاته ګڼه ګوڼه او د زیاتو خلکو درملنه په کې کیږي، نو د شفاخانې رئیس باز محمد همت هم د خلکو دغه غوښتنې پر ځای بولي.
ښاغلي همت پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:"د خلکو غوښتنه پر ځای ده، دا زموږ له پاره هم یوه لویه ننګونه ده، دا موضوع موږ په وار وار له خپلو مسؤلینو سره شریکه کړې چې که د نظامیانو لهپاره بېله یوه شفاخانه د ولایت په سطح جوړ شي دا به ډېره لوی کار وشي او د هغوی د ناروغانو او ټپیانو درملنه هلته وشي، خو تر اوسه پورې هېڅ اقدام نهدی شوی، اوس هم دغه موضوع موږ وړاندیز کړې ده، نو وبه ګورو چې څنګه کېږي."
دا پهداسې حال کې ده چې د دغه ولایت خلک د غزني ملکي شفاخانې له ناسمو خدمتونو څخه سرټکوي چې یو لامل یې هم د ناروغانو زیاته ګڼه ګوڼه او په یوه شفاخانه کې د ملکي او نظامي ناروغانو او ټپیانو په یو ځای درمله بلل کېږي.