د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ایا د نړۍ ۲ قدرتونه«روسیه او امریکا» افغانستان کې ګډ هدف تعقیبوي؟


د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې نظرونه

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې پر لیدلورو تمرکز کړی دی.

دا نشریه پوښتنه کوي چې ایا د نړۍ دا دوه قدرتونه په افغانستان کې ګډ هدف او لاره تعقیبوي؟

په ځواب کې خپرونه وايي، امریکا او روسیه پر افغانستان اختلاف لري ځکه چې مسکو له طالبانو سره په پوځي مرستې تورن شوی او کرملین د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د غونډې په برابرولو د ولسمشر اشرف غني حکومت ډډې ته کړی دی.

خو ډیپلوماټ وايي، د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه په پیکینګ کې د روسیې له استازي سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد خبرو ډېر پرمختګ کړی دی.

چین او روسیې له امریکا سره په هغه صورت کې چې طالبان به هېڅ تروریستي ډلې ته پناه نه ورکوي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پروګرام خبرې کړي.

د ډیپلوماټ له لیکنې سره سم، روسیه هیله لري چې له طالبانو سره هر راز موافقه به له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو سبب شي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ پر افغانستان بل پړاو خبرې د روانې جولای میاشتې په وروستیو کې په مسکو کې وشي.

ډیپلوماټ لیکلي چې تر اوسه څرګنده نه‌ده چې امریکا او روسیه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو تفاهم ته رسېدلي او که نه‌دي؟

د دې لیکنې په پای کې راغلي، د افغانستان د ثبات پر سر د امریکا او روسیې په نظرونو کې ځینې خنډونه شته او دا به تر هغو وي چې واشنګټن او مسکو له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه یوې ګډې موافقې ته رسېږي.

  • امریکا له عمران خانه څه غواړي؟

عمران خان په‌داسې وخت کې واشنګټن ته روان دی چې امریکا غواړي د افغانستان په سوله کې پرمختګ وکړي.

دي نشنل ورځپاڼې تر همدې سرلیک لاندې لیکلي چې امریکا به واشنګټن ته د عمران خان د سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ولاړ حالت پای ته ورسېږي او پر پاکستان به فشار راوړي څو طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنوي.

دي نشنل لیکي:

شنونکی او ځیني جګ‌پوړي مامورین وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې خپلول په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د عمران خان په لومړنۍ کتنه کې د امریکا د اجنډا د سر موضوع ده.

له عمران خان سره په‌دې سفر کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم ملګری دی.

ډېر افغان کارپوهان او یو شمېر پاکستاني کتونکي باور لري چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې جنرال باجوه مهم رول لوبولی شي.

دي نشنل ورځپاڼې هم دې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې له عمران خان سره د باجوه یوځای سفر به امریکایانو ته فرصت برابر کړي چې په افغانستان کې د پاکستان د پالیسۍ له اصلي طراح یا معمار سره مخامخ خبرې وکړي.

همدا راز د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی مشر ډګرجنرال فیض حمید هم په دې سفر کې له صدراعظم عمران خان سره ملګری دی.

خو ورځپاڼه وايي چې پاکستان به امریکایانو ته ووايي چې تر خپله وسه به هڅه وکړي لیکن په طالبانو کې یې نفوذ محدود دی، دوی ټول په افغانستان کې دي.

پاکستان تر دې پخوا هم د طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کړي دي.

عمران خان به دوه ساعته په سپینه ماڼۍ کې تېرې کړي او د امریکا په یوه تحقیقاتي انسټیټیوټ کې به وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG