د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله


افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې شپږ د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل او د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره په مختلفو وزنونو کې عبدالسمېع، صفت الله، ګلا جان احمدزي، احمد احمدي، احمد سکندر او حمید خوشدل د سرو زرو او محمد اصف او وحیدالله عظیمي د سپینو زرو مډالونه وګټل.

د جنوبي اسیا د بدن ښکلا ۱۲ پړاوه سیالۍ د ۱۷ افغان لوبغاړو په ګډون د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د دوو ورځو لپاره وشوې.

په دغو سیالیو کې هندوستان دوهم او کوربه نیپال وتوانېد چې درېيم مقام خپل کړي.

XS
SM
MD
LG