د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

۲۶ کلنه حلیمه: د کابل د تېرې ورځې چاودنې مې ټولې هیلې خاورې کړې


د کابل د تېرې ورځې د چاودنې د ځای یو انځور
د کابل د تېرې ورځې د چاودنې د ځای یو انځور

۲۶ کلنه حلیمه چې د واده ثمره يې یو ۵ کلن زوی دی او هغه هم د کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

دا له ګڼو ارمانونو سره له تخار ولایته کابل ته راغلې وه، څو د کابل پوهنتون د قضا د ستاژ په ازموینه کې برخه واخلي، خو وايي چې چاودنې د دې ټول ارمانونه له خاورو سره یو کړل.

دې وویل: له ډېرو هیلو او ارمانونو سره راغلم، څو کاله مې دغې ازموینې ته چمتووالی نیولی و او تر ټولو لویه هیله مې دا وه چې د قضا برخې ته راشم، خپل وطن ته خدمت وکړم، خو مخکي تر دې چې ازموینه ورکړم، چاودنه وشوه.

د حلیمې مېړه او زوی له پوهنتونه بهر د دې د ازموینې پای ته انتظار وو.

د کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې د حلیمې د ټپي شوي زوی ۵کلن هشام انځور
د کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې د حلیمې د ټپي شوي زوی ۵کلن هشام انځور

خو حلیمه وايي، کله چې د خپل زوی او مېړه له ټپي کېدو خبره شوه، ورځ ورباندې تیاره شوه.

دا زیاتوي: هماغه شېبه مې مېړه ته ټيلیفون وکړ، غږ یې ډېر زړه بوږنوونکی و، ویل یې چې زوی مې ټپي شوی، نو زه ختمه شوم، زوی مې ۵ کلن دی.

د حلیمې زوی هشام دا مهال د کابل په اندراګاندي روغتون کې بستر دی او د نوموړې په خبره چې مېړه یې چې برسېرن ټپي شوی و، د شنبې په ورځ له روغتونه رخصت شو.

د هغه معالج ډاکتر حاجي عباس د هشام روغتیايي حالت د قناعت وړ بولي او وايي، ټپیان ټول په وخت روغتون ته ورسول شوي دي.

د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه د جمعې د ورځې په چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

د کابل د تېرې ورځې د چاودنې د ځای یو انځور
د کابل د تېرې ورځې د چاودنې د ځای یو انځور

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په کابل کې د جمعې د ورځې برید په لوى لاس د روزنيزو تاسيساتو په نښه کول او يو جنګي جنايت بللى دى.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دوی معلومات ښیي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دى، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنيو ته ويلي چې د کابل په حمله کې دوى لاس نه لري او نه هم بلې کومې ډلې دا مسؤلیت منلی دی.

حلیمه د افغانستان له قضا غواړي چې د ازموینې په برخه کې ورسره مرسته وشي.

دې وویل: له قضا زما یوازنۍ غوښتنه دا ده چې ما روحي او جسمي زیان لیدلی، دوه عزیزان مې ټپیان دي، حال دا چې زه له یو بل لېري ولایت تخاره راغلې یم، دلته مسافره یم او باید راسره د امتحان په پروسه کې مرسته وشي.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان بیا د حلیمې د غوښتنې په ځواب کې داسې وايي: ازموینه اخیستل شوې، په خواشینۍ سره چې دا پېښه رامنځته شوه او مونږ هم پرې خواشیني یوو، خو د دي تخنیکي پروسیې مسؤلیت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمېټه لري.

هڅه مو وکړه چې د حلیمې د ستونزې په اړه د لوړو زده کړو له وزارت سره هم خبرې وکړو، خو هغوی زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

XS
SM
MD
LG