د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۱

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بنلګه دېش الف لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بنلګه دېش د کرکټ الف لوبډلې ته په لسو ویکټونو ماته ورکړه.

دا مسابقه پرون د جولای په نولسمه د بنلګه دېش په چتوګرام ښار کې د ظهور احمد چوهدري په لوبغالي کې وه.

دواړه لوري د یوې ورځې نړیوالو سیالیو په لړۍ کې سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به د بنلګه دېش د کرکټ له الف لوبډلې سره څلور داسې نورې نړیوالې سیالۍ ولري.

په پرونۍ سیالۍ کې رحمان الله ګربز ښه توپوهنه وکړه او غوره لوبغاړی ونومول شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG