د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

په خلیج کې د ازادې بېړۍ چلونې په اړه له نړیوالې ټولنې سره د امریکا خبرې


د هرمز په تنګي کې تېل وړونکې بېړۍ
د هرمز په تنګي کې تېل وړونکې بېړۍ

په خلیج کې له یو شمېر حملو وروسته چې د تور ګوته یې ایران ته ونیول شوه، د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان کنټ مکنزي پرون پنجشنبه ژمنه وکړه چې د خلیج په ستراتیژیکو اوبو کې به د سمندري امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

مکنزي د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته نږدې په شهزاده سلطان هوايي اډه کې خبریالانو ته وویل چې دوی حاضردمه په منځني ختیځ کې د ازادې بېړۍ چلونې د حق د اهمیت په اړه له نړیوالې ټولنې سره په خبرو بوخت دي.

د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان کنټ مکنزي
د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان کنټ مکنزي

ده همداراز وویل، له خپلو متحدانو سره سخت کار کوي څو یوې داسې حللارې ته ورسېږي چې له دې سیمې څخه د تېلو او نورو حساسو ضروري شیانو ازاد تګ راتګ ممکن وي.

د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې د دغه هېواد لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد تېره اوونۍ وویل، متحد ایالتونه د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترینګلو اړیکو په اوج کې غواړي چې په خلیج کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ د تضمین لپاره یو ائتلاف جوړ کړي.

د خلیج په سیمه کې کړکېچ په وروستیو اوونیو کې ډېر زیات شوی.

امریکا پر ایران تور لګوي چې په دې سیمه کې یې د تېلو پر بېړیو ګڼې حملې کړي او تهران د امریکا یوه بې پيلوټه الوتکه ویشتې ده.

د نړۍ درېيمه برخه تېل د خلیج له اوبو څخه تېرېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره میاشت وویل، هیله لري چې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون به تر ۲۰ ډېر هېوادونه د سمندري ټرانسپورت د امنیت لپاره په شریکه کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

مکنزي وايي چې د امریکا متحده ایالتونه له خپلو نږدې متحدانو سره په دې غور کوي چې د هرمُز تنګي په شمول په ستراتیژیکو اوبلارو کې ازاد ټرانسپورټ یقیني کړي.

ده د سي این این دا راپور تأیید نه کړ چې ګنې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت غواړي چې سعودي عربستان ته ۵۰۰ سرتېري واستوي، څو ایران ته زور وښيي.

امریکا د مې په میاشت کې اعلان وکړ چې د ایران د ګواښ په وړاندې منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ پوځیان لېږي.

د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان سعودي عربستان ته یوه ورځ وروسته له دې سفر وکړ چې کانګرس پر سعودي عربستان او نورو متحدانو د ۸ ميلیاردو او سل ميلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو خلاف رأیه ورکړه، خو ګومان کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د کانګرس دا پرېکړه ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG