د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د اسیا جام او د ملتونو د اتلولۍ د جام د مقدماتي دور په پنځم ګروپ کې خپل بخت وازمايي.
د افغانستان د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان وايي، پهدغه ګروپ کې به د هېواد ټیم د قطر، هند، عمان او بنګلهدېش له لوبډلو سره مخ شي.
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د پچې اچونې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ به په مالیزیا کې واچول شوې، د اسیایي هېوادونو ۴۰ لوبډلې به په ۸ ګروپونو کې یو تر بله سیالۍ وکړي.
له دغو ټیمونو نه به ۱۲ غوره ټیمونه په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسیا جام او په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ملتونو د اتلولۍ جام ته لاره ومومي.