د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د امریکا سفارت د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو پر وخت ترسره کېدل غواړي


په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس

په افغانستان کې د امریکا سفارت که څه هم د ولسمشریزو انتخاباتو د بودجې وروستي کېدل مهم ګڼي، خو د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو په ټاکلي وخت هم ټینګار کوي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي پیام کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ملاتړ لپاره نهه ویشت میلیونه ډالره تیار کړي.

دی وايي: "موږ ډېر خوښ یو چې بالاخره د انتخاباتو بودجه وروستۍ شوه. دغه بودجه امریکا ته توان ورکوي چې د افغانستان د انتخاباتو لپاره نهه ویشت میلیونه ډالره تیار کړي، همدا شان موږ په مستقله توګه د افغان څارونکو مالي ملاتړ کوو چې چې خلک د انتخاباتو د کېدو په کړن‌لاره او نتایجو ډاډمن شي. که څه هم د بودجې وروستي کیدل یو مهم ګام دی خو نورې مرحلې هم شته چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او اړوند وزارتونه یې ترسره کړي چې انتخابات په ټاکلي وخت ترسره شي."

ښاغلي جان بس مخکې له دې د شنبې په ورځ په یوې معلوماتي ناسته کې خبریالانو ته وویل، که څه هم سوله او انتخابات دواړه مهم دي خو د امریکا لپاره سوله لومړیتوب لري او هیله ده چې سوله له انتخاباتو نه مخکې تامین شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد څه موده مخکې ویلي و چې سوله لومړیتوبونو کې ده او افغانان له هرڅه دمخه د سولې غوښتونکي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ده دا هم ویلي و چې د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر باید دوام ومومي.

د امریکا سفیر تمه لري چې په کمېسیون کې کارکوونکي استخدام او وروزل شي.

دی د رأیو ورکوونکو د نوم‌لړ وروستي کېدل او د انتخاباتو لپاره د بایو مټریک د دستګاو تیارول، مهم ګڼي.

ښاغلي جان بس د دغو انتخاباتو له ټولو کاندیدانو غوښتي چې په انتخاباتي مبارزو کې له دولتي او سوداګریزو منابعو نه کار وانه خلي.

بل‌خوا ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې وویل، د انتخاباتو کېدل ضروري او حتمي دي: "انتخابات حتمي، ضروري او کیدونکي دي، د لومړي ځل لپاره د بودجې ډېره برخه افغان دولت پر غاړه اخېستې ده، هېڅ ډول مانع او په تېره مادي مانع به د انتخابات د ځنډیدو لامل نه‌شي."

د انتخاباتو د خپلواک کميسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پر وخت د انتخاباتو کېدل سره کرښه ده او د روان کال د میزان په ۶مه به هرو مرو ترسره شي.

XS
SM
MD
LG