د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

خلک: میدان وردګ کې تړل شوي روغتونونه به انساني ناورین رامنځته کړي


د میدان ښار روغتون
د میدان ښار روغتون

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغه خلک وايي، له کله چې وسله‌والو طالبانو روغتیايي مرکزونه تړلي، نو زیات شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور یې بیا د مرګ کومې ته رسولي.

دوی غوښتنه کوي که روغتیايي مرکزونه ژر تر ژره خلاص نه‌شي نو انساني ناورین به رامنځته شي.​

روغتیايي چارواکي وايي چې په‌دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو په تړلو سره خلک له ستونزو مخامخ دي.

که څه هم روغتیايي کارکوونکي او خلک وايي چې روغتیايي مرکزونه تړلي، خو د دغه ولایت مقام مسؤلین بیا دا نه مني چې دغلته دې روغتیايي مرکزونه تړلي وي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذیبح‌الله مجاهد هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې روغتیايي مرکزونه دوی تړلي دي.

مجاهد وايي، دغه مرکزونه یې ځکه تړلي چې په‌دغه ولایت کې د یادو روغتونونو ملاتړ کوونکې د سويډن په نوم ادارې په دای‌مېرداد ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو او بهرنیانو د هغو عملیاتو په اړه غبرګون ونه‌ښود، کوم چې دغلته يې پر روغتیايي مرکز ترسره کړل.

دوی وايي، د سویډن په نوم پردغې ادارې شک لري چې ګنې د دوی په اړه به افغان حکومت او بهرنیانو ته معلومات ورکوي او په خبره یې چې یاد روغتیايي مرکزونه به تر هغو تړلي وي څو د دغې موضوع سپیناوی نه وي شوی.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG