د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۸

لوګر کې د ملکي تلفاتو په اړه د دې ولایت د خلکو او چارواکو ضد و نقیضې ادعاوې

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت
د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي او اوسیدونکي د کمال خېلو او زرغون شهر په سیمو کې د دوشنبې د ورځې د تلفاتو په اړه ضد و نقیض څرګندونې لري.

د لوګر ولایت د زرغون شهر او کمال خېلو سیمو اوسیدونکي وایي، د امنیتي ځواکونو په وروستیو حملو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

دوی وايي، د لوګر مرکز پل علم اړوند په کمال خېلو سیمه کې په یوه مسجد د امنیتي ځواکونو له‌خوا هوایي حمله شوې او د زرغون شهر په کلي کې بیا امنیتي ځواکونو په ولسي وګړو ډزې کړي.

د کمال خېلو کلي دوه تنه اوسیدونکي چې خپل ټپیان یې د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال کړي د امنیتي ځواکونو له‌خوا د دوشنبې د ورځې د هوايي حملې په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:"زما نوم رحیم الله دی او د لوګر مرکز کمال خېلو کلي اوسیدونکی یم، د ماښام شپږ بجې وې، هغه مهال چې خلک له جوماته ووتل، پرې هوایي بمبار وشو.

-ګڼ شمېر ملکي خلک مړه او ټپیان شول چې د دوی په منځ کې ماشومان، نجونې، سپین ږیري، بزګران او ښوونکي هم شامل دي."

د دې ترڅنګ د زرغون شهر اوسیدونکي هم ورته شکایت لري او وایي چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې د ورځې مازدیګر د نامعلوم دلیل له امله ملکي خلک په نښه کړل.

دوی وایي، د یادې پېښې څو تنه ټپیان یې د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال کړي: "زما نوم محمد هاشم دی، تېر مازدیګر امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې وکړې، لس تنه سخت ټپیان شول چې اوس مهال په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او همداشان دوه تنه ووژل شول.

-زما نوم عطا محمد دی، نه ځمکې اوبه کولی شو او نه هم خپلو ځمکو ته تللی شو، زموږ هیله دا ده چې یا موږ ته اجازه راکړي چې سیمه پرېږدو او یا دې دوی «امنیتي ځواکونه» د خلکو له کورونو ووځي."

د افغانستان دفاع وزارت له دې وړاندې څو ځله ویلي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې يې تهاجمي عملیات زیات کړي او هره ورځ لسګونه وسله والو مخالفین وژل کیږي.

خو د دغو حملو پرمهال ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتل یو له جدي ستونزو شمېرل کېږي.

تېره اوونۍ د بغلان او میدان وردګو ولایتونو څخه د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شول چې له امله یې ان د بغلان اوسیدونکو د اعتراض په ډول د کابل مزارشریف لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله.

خو د لوګر د دوشنبې ورځې د حملې په اړه سیمه‌ییز چارواکي د عامو خلکو خلاف وایي چې په‌دې عملیاتو کې زیاتره وژل شوي او ټپیان وسله وال طالبان دي.

د لوګر والي د ازادي رآډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي
د لوګر والي د ازادي رآډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي:"یو باصلاحیته پلاوی ټاکل شوی، څو د وژل شویو کسانو هویت په ډاګه کړي چې ایا ملکي خلک هم د وژل شویو کسانو په منځ کې شته او که‌نه، خو د امنیتي مسؤلینو په وینا زیاتره وژل شوي کسان طالبان دي، د پېښې وروستي جزئیات به بیا له تاسې سره شریک شي، هغه پوستې چې د زرغون شهر په کلي کې د خلکو په زیان دي، په لږ تغییر سره به انتقال شي، خو زرغون شهر په هېڅ قیمت نه پرېږدو."

تازه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، حکومت هڅه کوي، څو له هرې ممکنه لارې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

طالبانو هم ویلي چې ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ورته لومړیتوب لري، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوشنبې د ورځې د حملې په اړه چې ملکیانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې، جدي اندیښنه ښکاره کړې ده.

راپور: احسان ارین

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG