د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

ټیفا: ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت لپاره هېڅ مېکانیزم نشته


د انتخاباتو څارونکي بنسټونه، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تیاریانې قناعت بخښونکي نه‌ګڼي.

انتخاباتو ته د ورځو له کمېدو سره د څارونکو بنسټونو انتقادونه ډېر شوي دي.

د انتخاباتو څارونکو بنسټونو د سې شنبې په ورځ په یوې ګډې ناسته کې وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا، د انتخاباتو د شفافیت، د نوم ثبتولو د پاڼو د اصلي او جعلي تذکرو د بېلولو او د رأیو ورکوونکو د بشپړ نوم‌لړ د تیارولو لپاره هېڅ میکانېزم نشته.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ فیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه نه‌دی توانیدلی چې د رایو ورکوونکو واقعي نوم‌لړ جوړ او د اصلي او جعلي پاڼو په بېلولو لاس پورې وکړي.

دی وايي: "له دغه بهیر سره یې برسېرن چلند وکړ. دا چې موږ د منلو وړ انتخاباتو ته اماده نه‌یو او کومه ارزونه مو چې کړې، څو عمده دلیلونه دي، د رایو ورکوونکو لېست دې جوړ او اصلي او جعلي پاڼې دې بېلې شي، څوک چې نشته او نومونه یې شته، هغه ته خیالي رأی ورکوونکي ویلی شو."

په کابل کې یو تن رایه ورکوونکی
په کابل کې یو تن رایه ورکوونکی

ولسمشریزو انتخاباتو ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده او د بایو مټریک سیستم د کارولو نه څرګندوالی بل انتقاد دی چې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه یې مطرح کوي وايي چې د انتخاباتو خپلواک د دغه سیستم د کارولو لپاره کړن‌لاره نه‌ده ځانګړې کړې.

د انتخاباتو په اړه اندیښنې یوازې پر کمېسیون په انتقادونو نه خلاصه کېږي، بلکې د شفافو انتخاباتو بنسټ دا هم وايي چې دا ځل نړیواله ټولنه هم د افغانستان له ولسمشریزو انتخاباتو سره مرستو کولو ته لېوالتیا نه ښيې او که روان وضعیت دوام وکړي، بحران به رامنځته شي.

د انتخاباتو سهمیه بندي، د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو بله اندیښنه ده چې د انتخاباتو څارونکي یې په دغه ناسته کې په اړه خبرې کوي وايي، که داسې وي نو ډموکراسي او د خلکو رای به تمثیل نه‌شي.

له دې سره - سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه اندیښنې بې ځایه ګڼي وايي، د رایو ورکوونکو د اصلي او جعلي پاڼو د بېلولو کار روان دی او کمېسیون به تر راتلونکو دوو ورځو پورې د رایو ورکوونکو بشپړ نوم لړ اعلان کړي.

د دغه کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات وايي: "کمېسیون د دغه بهیر ترسره کېدو ته له مهالویش سره سم ګام په ګام پرمخ ځي، د مهالویش هېڅ مورد تراوسه نه‌دی نقض شوی، له څارونکو بنسټونو مو غوښتنه ده چې دغه بهیر له تخنیکي نظره وویني نه له سیاسي نظره او له موږ سره دې همکاره اوسې."

دغه کمېسیون د انتخاباتو څارونکي په نه همکارۍ تورنوي وايي، د دغه تورونو پرځای باید له کمېسیون سره ګام په ګام یوځای شي.

XS
SM
MD
LG