د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

کورنیو ستونزو د ولسي جرګې یوه تقنیني ربع ضایع کړه


ارشیف ولسي جرګه
ارشیف ولسي جرګه

په‌داسې حال کې چې له سلو زیات تقنیني سندونه د ولسي جرګې د تصویب لپاره د جرګې په میز پراته دي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د ولسي جرګې د ادارې پلاوي له ټاکلو وروسته دا مهال د کمېسیونونو په ریاستونو لانجه روانه ده.

د دغو وکیلانو له ډلې رمضان بشر دوست د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال کمېسیونونه د یو شمېر کسانو په انحصار کې دي او تر ډېره وکیلان هغو کمېسیونونو ته نوم‌لېکنه کوي چې جېبونه یې په‌کې ډکېږي.

رمضان بشر دوست
رمضان بشر دوست

دی وايي:"داسې کمېسیون شته چې هېڅ وکیل ورته نوم‌لیکنه نه‌ده کړې، ځکه هلته نه جیب ډک کېږي او نه هم ښه څوکۍ لري، تاسې فکر وکړئ د ولسي جرګې په تقنیني کمېسیون کې هېڅ‌چا نوم‌لېکنه نه‌ده کړې."

د ولسي جرګې بل غړي کمال ساپی وايي، د ولسي جرګې د کورنیو ستونزو له امله د دغې جرګې یو تقنیني ربع ضایع شوه.

دی وايي: "په ولسي جرګه کې دننه د داخلي ستونزو له کبله د ولس یو تقنیني ربع له لاسه ووته، په‌دې موده کې باید موږ په مهمو مسایلو کار کړی وای، تقنیني مسودې پاتې، د مخالفینو پر وړاندې جګړه روانه ده چې باید مهم د وطن مهمو مسایلو ته پام کړی وی."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتۍ ولاړ شي.

د ولسي جرګې غړي نعمت‌الله کریاب بې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر له ستونزو ډک ګڼي او د دغه سیستم په جوړېدو ټینګار کوي: "زموږ هڅه به دا وي چې دا سیستم ساده شي او ډېر وخت ضایع نه‌شي، د دې تاوان دا دی، هغه کسان چې معاملې ته راغلي هغوی غواړي چې دا پروسه بیا بیا اوږده کړي او ګټې په‌کې خوندي وي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ثور د میاشتې په شپږمه نېټه د ملي شورا اولسمه دوره پرانېسته.

له یادې نېټې وروسته د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ځانګړي ډول د جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره انتخابات وشول چې له لانجمن او ان تر فزیکې شخړو هم ورسېدل.

اوس دا دې له تېروو دوو اوونیو ورسته د کمېسیونونو لپاره انتخابات روان دي چې لا هم نه‌دي بشپړ شوي، خو د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وايي، د کمېسیونونو ۹۰ سلنه ستونزې هوارې شوي دي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

دی وايي:"نږدې ۹۰ سلنه ستونزې هوارې شوي دي، د ۱۲ کمېسیونونو رئیسان او اداري پلاوي ټاکل شوي او هېله مند یو چې ولسي جرګه ډېر ژر خپل عادي حالت ته وګرځي."

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، د ولسي جرګې د هرې ورځې د ضایع کیدو زیان ولس ته رسېږي او د ولس باور په پارلمان له منځه تللی.

ښاغلی رنجبر وايي، که پارلمان خپلې ستونزې حل نه‌کړي د ولس له تند غبرګون سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG