د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

چارواکي: د کندهار په خاکرېز کې چاودنې ۱۱ تنه وژلي او له ۳۰ زیات ټپیان دي


د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې پر سړک د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې له لسو زیات کسان وژل شوي او له دېرشو زیات ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عيسی نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه د ملکیانو پر یوه مازدا ډوله موټر چې د کندهار له ښاره خاکرېز ولسوالۍ ته پر لاره و، په درزاب سیمه کې شوې ده.

ده وویل: په دغه پېښه کې ۱۱ تنه شهیدان شوي او شااوخوا ۳۵ نور ټپيان شوي دي، ټپیان د ۲۰۵ اتل قول اردو د منسوبینو له خوا کمپ ته لېږدول شوي او اوس یې درملنه کېږي.

د ښاغلي عیسی په وینا، په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.

ویل کېږي چې په دغه موټر کې سپاره کسان یوه واده ته تلل.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤليت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG