د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ماتو د لارو کوڅو کوچني کرکټران ناهیلي کړي


د کابل په حضوري چمن کې ځيني افغان ماشومان د کرکټ په حال کې
د کابل په حضوري چمن کې ځيني افغان ماشومان د کرکټ په حال کې

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله پسې ماتو يو شمېر هغه ماشومان او کمکي ځوانان چې د لارو او کوڅو پر سر کرکټ کوي، ناهیلي کړي دي.

د دوی د هر يوه په زړه کې لکه د کرکټ د نړۍ د نورو ستورو په شان په سترو نړیوالو سیالیو او میدانونو کې د خپل هېواد په استازیتوب د لوبېدو هیلې او ارمانونه پراته دي.

خو هغوی چې دغه ارمان ته رسېدلي او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لباس يې پر تن کړی، تر کوم بریده توانېدلي چې د کرکټ په نړیوال جام سیالو کې د دغو ماشومانو او کمکیو ځوانانو زړونه خپل کړي؟

د کابل په حضوري چمن کې افغان ماشومان د کرکټ په حال کې
د کابل په حضوري چمن کې افغان ماشومان د کرکټ په حال کې

۱۳ کلن تمیم او ۱۶ کلن سمېع الله چې په ډېرې سختۍ یې بیټ او بال اخیستي او د کابل په حضوري چمن کې د خپلو نورو ملګرو سره کرکټ کوي، په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستیو ماتو يو څه ناهیلي کړي، خو دوی بیا هم کرکټ نه دی پرېښی او وایي:

"دې ماتو په موږ زیات اغېز کړی، ځکه پرله پسې لوبو بایلل سړي ته خفګان پیدا کوي، ځکه دا عادي لوبې نه وې، د نړیوال جام لوبې وې، دغو ماتو ځوانان زیات ناهیلي او له کرکټه زړه توري کړي چې دا څه وشول؟"

"دې ماتو د خلکو او زموږ په روحیاتو زیات اغېز وکړ، دوی پرله پسې ماتې وخوړې، د افغانستان اتلان چې داسې شي، نو له چا ګیله وکړو؟ لږترلږه یې زړه ماتی کړی یم."

د تمیم او سمېع الله په خبره، په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د ماتې يو لامل په لوبډله کې د وړتیا له مخې لوبغاړو ته چانس نه ورکول دي چې د دوی په خبره، که ملي لوبډلې ته د وړتیا له مخې لوبغاړي وټاکل شي، نو افغانستان له هرې لوبډلې لوبه ګټلی شي.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې چې په انګلستان او ویلز کې د نړۍ د لسو غوره لوبډلو ترمنځ وشوې او انګلستان یې اتلولي وګټله، نهه لوبې یې وکړې او خپلې ټولې لوبې یې بایلودې.

د کرکټ مبصرینو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د پرله پسې ماتو لامل د نړیوال جام په درشل کې د لوبډلمشر بدلول، په لوبډله کې ډلبازۍ، له اروپايي میدانونو سره د افغان لوبغاړو نابلدتیا او د لوبغاړو خراب فټنس بولي.

افغان لوبغاړي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې
افغان لوبغاړي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام کې

بل خوا د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ پخوانی مسؤل او اوسنی ميډیا منیجر نظیم جار عبدالرحمیزی هم مني چې د افغان لوبډلې پرله پسې ماتو پر هغو ماشومانو او ځوانانو چې خپل راتلونکی یې کرکټ ټاکلی، زیات اغېز کړی، خو هغه د دغه اغېز لامل له کرکټ سره د دوی زیاته مینه بولي او وزیاتوي: هېڅ شک نشته چې دا زیات اغېز لري، زموږ د ټولو تمه دا وه چې موږ به څو مېچونه ګټو، خو له بده مرغه چې ومو نه ګټل، په دوی چې اغېز کوي، نو دا ښيي چې دوی له کرکټ سره څومره کلکه مینه لري، نو دا که له يوې خوا د خفګان لامل شوی، نو بله ورځ که لوبډله لوبې ګټې، نو دوی لا هڅېږي، زه باور لرم چې مشران څومره ښه وځلېږي، پر کشرانو همدومره ښه اغېز کوي.

د کوڅو کرکټ يا په انګلیسي اصطلاح (سټریټ کرکټ) د هر لوبغاړي اساس جوړوي، هر کرکټر په لومړیو کې په همدې کوڅو او لارو کې کرکټ کوي او بیا ورو ورو مخته ځي او تر ملي لوبډلې ځان رسوي او په نړیوالو میدانونو کې د خپل هېواد بیرغ ځلوي او ستر نوم خپلوي.

خو دا يوازې تمیم او سمېع الله نه دي چې په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې ماتو ناهیلي کړي، بلکې داسې ګڼ شمېر نور ماشومان او ځوانان شته چې په ډېرو سختو شرایطو کې په خاورینو او له دوړو په ډکو میدانونو کې کرکټ کوي او غواړي چې په راتلونکې کې د کرکټ ستوری شي.

XS
SM
MD
LG