د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

افغانستان له کلونو جګړو وروسته په درمل جوړونه کې د ځان بسیاينې په لور


د درملو جوړونې د یوې فابریکې انځور
د درملو جوړونې د یوې فابریکې انځور

د افغانستان درمل جوړوونکي درملو ته د هېواد ۲۰ فیصده اړتیا پوره کولی شي.

افغانستان له څو کلنو جګړو او ناخوالو وروسته د ځان بسیاينې په لور لومړني ګامونه اخلي.

درمل جوړونه چې د روښانه راتلونکې لپاره د بنسټ ایښودنې غوره بېلګه ده، اوس یې شااوخوا ۴۰ فابریکې، په هرات، ننګرهار او کندهار کې فعالې دي او توانېدلي چې د هېواد د درملو ۲۰ فیصده اړتیا پوره کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه درمل د کیفت له کره ارزونې وروسته بازار ته وړاندې کېږي او د ناروغانو د استفادې وړ ګرځي.

د دغه وزارت (مخکې له مارکېټه د درملو او روغتیايي تولیداتو د تنظیم ادارې) سرپرست رئیس شاولي ازادي راډیو ته وویل: ۴۲ فابریکې عملاً فعالیت لري چې په ټوله کې ۱۵۶ قلمه درمل تولیدوي، له دې جملې ۱۵ قلمه چې د هېواد اړتیاوې پوره کوي، د تورید اجازه نه ورکوو چې کپسول، ټابلېت، شربت، پماد، سېروم او قطرې په کې شاملې دي.

دغه درمل یوازې د افغانستان لپاره نه تولیدېږي، بلکې د د درملو د صنعت او روغتیايي محصولاتو د ټولنې د معلوماتو له مخې، یو شمېر هېوادونو لکه ګاناډا او سومالیا ته هم صادرېږي.

د دغې ټولنې رئيس احمد سعید شمس وايي: دا په افغانستان کې جوړ شوي ګیاهي درمل دي چې اکثره مواد یې په افغانستان کې تیارېږي، د صادراتو مرحله يې بشپړه شوې، لږ کار یې پاتې دی چې د هوا له لارې ولېږدېږي.

په ورته وخت کې افغان ډاکتران اوس هم په هېواد کې د تولید شویو درملو پر کیفیت ډاډمن نه دي.

د داخله ناروغیو متخصص پروېز اقبال وايي: هر ډاکتر هڅه کوي چې ناروغ ته سټنډرد درمل ورکړي، که سټنډرد درمل تولید شي، ډاکتران دې ته لېوال دي چې د هېواد درمل ناروغانو ته تجویز کړي.

بل خوا په کابل ښار کې د درملو ځیني پلورونکي وايي، ناروغان په هېواد کې جوړ شوي درمل نه کاروي.

مجتبی او عبدالغفور د کابل ښار دوه درمل پلورونکي وایي:

"ډاکترانو ته اعتماد ورکول ډېر سخت دي، کیفیت یې ښه دی، خو ډاکتران ورسره ستونزه لري.

"په هېواد کې تولید درمل په هر درملتون کې شته، خو پلور یې لږ دی، هر مشتري چې راځي، وايي چې د هېواد درمل دي، زړه ورته نه ښه کوي.

ډاکتران او درمل پلورونکي په دې باور دي چې حکومت باید د هېواد د اقتصادي ودې په خاطر د افغانستان تولید شویو درملو ته د بازار موندنې تبلیغات پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG