د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د روسیې د انتخاباتو د کمېسیون مخته څه باندې ۲۵ تنه مظاهره‌چیان نیول شوي


په مسکو کې پرون د یکشنبې په ورځ لسګونه مظاهره چیان نیول شوي دي.

د مسکو پولیسو د روسیې د انتخاباتو د کمیسیون مخ ته څه باندې ۲۵ تنه مظاهره چیان نیولي دي.

دا کسان وروسته له هغه نیول شوي چې د اپوزیسیون کاندیدانو د ښاري شورا د ټاکنو له لېسټه تر لېرې کېدو وروسته د پرلت هوډ درلود.

د اپوزیسیون کاندیدانې ایلیا یاشین، لیوبوف سوبول او یولیا ګالیامینا پرون د یکشنبې په ورځ تر سوله‌ییزو مظاهرو څو ساعته وروسته ونیول شول.

پرون شاوخوا زر تنو په‌دې مظاهرو کې ګډون درلود.

دوی د انتخاباتو کمېسیون مخې ته په راټولېدو شعار ورکاوه چې دا انتخابات نه دي او درغلۍ دي او موږ یې نه غواړو.

لیوبوف سوبول پرون د یکشنبې په ورځ مخکې له دې چې ونیول شي د مظاهرو پر مهال وویل چې انتخابات نه‌دي، درغلۍ دي:"هغوی زموږ انتخابات غلا کوي. له موږ راتلونکې پټوي. زه باوري یمه چې دا کار د مسکو د ښاروال سرګي سیمونویچ سوبیانین په مخامخ دستور شوی دی."

روسیه کې نیول شوې یو تن مظاهره کوونکې
روسیه کې نیول شوې یو تن مظاهره کوونکې

لیوبوف سوبول له مظاهره‌چیانو وغوښتل تر هغو د انتخاباتو کمېسیون مخته ور ټول وي چې د دې ادارې مشر د اپوزیسیون له کاندیدانو سره خبرې نه وي کړي.

د مسکو د ښاري شورا انتخابات د سېپټمبر په میاشت کې ترسره کېږي.

اخوا د اپوزیسیون مشهوره مشر الیکسي ناوالني چې د پنجشنبې په ورځ له کورني نظربنده خوشې شوی و په پرونیو مظاهرو کې نه لیدل کېده.

د اپوزیسیون کاندیدان غواړي چې نومونه یې د ټاکنو په لېسټ کې شامل شي.

دوی پرون ټوله ورځ د انتخاباتو د کمیسیون له مشر والنتین ګوربونوف سره د لیدلو غوښتنه کوله.

د انتخاباتو د کمیسیون رئیس والنتین ګوربونوف چې له ۲۵ کلونو راهیسې انتخابات څاري انکار کړی چې د انتخاباتو کمېسیون دې د چا نوم په غیرعادلانه توګه حذف کړی وي.

XS
SM
MD
LG